نظــر

د غرب له نظره منځلاری اسلام څه شی او منځلاري مسلمانان څوک دي؟ (۱)

لیکوال: مولوي عبد الهادي مجاهد

لومړۍ برخه

د اسلام په خلا ف د غرب په اوسنۍ روانې پوځي او عقیدوي جګړې کې د غرب او د هغه د ملګرو فکري مراکز او تبلیغاتي او نشراتي وسائل د (معتدل اسلام)،(معتدلو مسلمانانو) (بنسټ پالي اسلام) او (بنسټپالو مسلمانانو) اصطلاح ډېر ډېر کاروي، چې د دغې ډېرې کارونې له امله یې دغو اصطلاحاتو د اسلامي نړۍ د ځیني سیاسي او فکري کړیو په (فکري ادبیاتو) کې هم ځای موندلی دی او د غرب له لوري هڅه کېږی، چې دغې نوې ایجاد شوې اصطلاح (معتدل اسلام) ته د مسلمانانو په ټولنه کې د یوه دین او یو حقیقت بڼه ورکړي، او د مسلمانانو نوی نسل او راتلونکي نسلونه یې د یوې (عقیدې) په حیث ومني او د هغې پر بنسټ د(حقیقي اسلام) او (ریښتینیو اسلامي ارزښتونو) په اړه موقف ونیسي او بيا د همدغه نوي جوړ شوي دین (معتدل اسلام) پر اساس په مسلمانو هېوادونو کې حکومتونه، نظامونه، قوانین، د روا او ناروا او ښه او بد معیارونه او له نړیوالو سره د روابطو کیفیت وټاکي، او هم د همدغه نوی دین (معتدل اسلام) په حدودو کې د مسلمانانو ژوند تنظیم کړي.

دا چې د دغه نوي دین (معتدل اسلام) حقیقت څه شی دی؟ د چا لخوا رامنځته کېږي، ارزښتونه او معیارونه یې څوک ورته ټاکي، له حقیقي اسلام سره یې تعامل څه دی؟ کومو اهدافو او مقاصدو ته د رسیدو لپاره رامنځته کېږي؟ د رامنځته کېدلو لپاره یې له کومو ډلو، جهتونو، اشخاصو، فکري مکاتبو، څېړنیزو مراکزو او مادي او معنوي وسائلو کار اخیستل کېږي؟ او هم دا چې څنګه د دغه ډول یوه ( نوي دین) د رامنځته کولو لپاره د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې په یوه وخت هم مهاله فعالیتونه روان دي؟ او په افغانستان کې د دغه ( نوي دین) د رامنځته کولو لپاره له چا څخه په څه ډول کار اخیستل کېږي؟ او څوک ورکې په ارادي او غیر ارادي ډول استعمالیږی؟ او دغو هڅو د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال په وخت څومره زور اخیستی؟ او پایلې به یې په افغانستان کې د (اسلام) او (افغان ولس) په راتلونکي څه وي؟ او بالآخره د دغې واردې شوې منفي پدیدې د رامنځته کېدلو مخنیوی به څوک او څنګه کوي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې پدې لیکنه کې به یې د ځوابولو هڅه وکړو.

معتدل اسلام او تاریخ:

د اسلام پېژندنې ټول علماء او مؤرخین، چې که هغوئ مسلمانان او که نامسلمان مستشرقین (ختیځ پوهان) دي؛ ټول سره پدې اتفاق لري چې اسلام همدا یوازې یو اسلام دی. تر اوسه پورې په تاریخ په هېڅ ځای کې چا د (معتدل اسلام) او (بنسټ پالي اسلام) نوم ندی کارولی. په تاریخي لحاظ د (معتدل اسلام) نوم هېڅ سابقه نه لري. البته د اسلام د (فقهي او اجتهادي فهم) له مخې د اسلامي فقهي مذاهبو په نامه نورې تسمیې شته لکه حنفي، شافعي، حنبلي، مالکي، ظاهري او نور مذاهب لکه د امام سفیان ثوري، امام اوزاعي او نورو امامانو مذهبونه چې اوس یې پیروان نشته خو یو وخت یې خپل امامان او پیروان درلودل.

اسلام ته د منسوبو ځينې نورو طائفو او مذاهبو نومونه هم د اسلام په تاریخ کې یاد شوي، چې د اسلام له حقيقي فهم څخه د انحراف له امله منحرفې، مبتدعې، خرافاتي او یا د ګمراه طائفو په نامه یادیږي. لکه خوارج، روافض، قدریه، مرجئه، معتزله او نور چې د اسلامي تاریخ په بېلابېلو وختونو کې راپیدا شوي، تر یوه وخته یې دوام کړی، او بیا ورسته یا له منځه تللې او یا یې بڼه بدله کړې او له نورو سره یوځای شوې دي، خو د (معتدل اسلام) په نامه (فکر) او (مذهب) د اسلام په سیاسي او فقهي تاریخ کې سابقه نه لري، او د فرقو او مذاهبو په کتابونو کي یې په هېڅ ځای څرک نه ترسترګو کیږي.

معتدل اسلام یو امریکایي ایجاد دی:

غرب د تل لپاره د شرق په خلاف او بیا په خاص ډول د اسلام په خلاف په جګړه کې پاتې شوی، او د توسعه غوښتنې د روحیې په لرلو سره یې د شرق په خلاف لښکرې راوېستلې دي چې د مقدوني سکندر لښکرکشۍ، د مدیترانې په شرقي او جنوبي ساحلونو کې د آسیاسي او افریقایي سیمو د نیولو لپاره د روميانو لښکرکشۍ ، صلیبي جګړې، استعماري جګړې او د اسلامي نړۍ په خلاف روانې اوسنۍ جګړې یې بېلابېل مثالونه دي.

د تاریخ په اوږدو کې د اسلام په خلاف جګړي د جنګېزیانو، هسپانويانو، فرانسویانو،هالنډيانو، پرتګالیانو، انګریزانو، ایټالیایانو او روسانو له لوري په لاره اچول شوي دي. په دغو ټولو جګړو کې مسلمانان تل د عقیدې لپاره جنګېدلي دي، او دښمن هم د دوئ قوت د دوئ له عقیدې ګڼلی دی.

کله چې د شلمې میلادي پېړۍ په اولائلو کې د انګریزانو د امپراتورۍ زوال پیل شو او تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته یې خپل د استعمار خلافت او د غربي نړۍ قیادت امریکا ته ور پریښود نو امریکا داسې لارې چارې ولټولې چې د هغو په وسیله پر ټولې نړۍ لاس برې شي، هېڅوک یې مخې ته ونه دریدلی شي، او د نړۍ سیاسي، اقتصادي، فکري او ټولنیز وضعیت دې په هغه ډول عیار شي چې امریکا یې غواړي.

دې لوی نړیوال هدف ته درسېدلو لپاره امریکایانو نه یوازې دا چې په پوځي او اقتصادي لحاظ ځان پیاوړی کړ بلکه د(فکر) او (ستراتیژۍ جوړولو) په ډګرونو کې یې هم د Think Tanks په نامه د تفکیر، تحلیل، پلان جوړونې او په نړۍ کې د ولسونو او نظامونو پر وضعیتونو او احوالو د ځان خبرولو په مقصد د ستراتیژیکو مطالعاتو قوي مراکز رامنځته کړل، دغو مراکزو امریکا ته د ژوند په بېلابېلو اړخونو کې څېړنې وکړې او د تطبیق وړ پلانونه یې ورته جوړ کړل، او د امریکا لپاره یې په نړۍ کې ډېر هغه کارونه اسانه کړل چې پخوا به انګریزانو په ډېرې سختۍ ترسره کول.

د هغو لویو کارونو په سلسله کې چې امریکا د تفکیر د دغو مراکزو Think Tanks دڅېړنو او مسلسل کار په نتیجه کې ترسره کړل یو هم د شوروي اتحاد ماتول او د نړۍ یو قطبه کول وو. د شوروي اتحاد ترماتېدلو وروسته امریکا لومړی د نوي نړیوال نظام new world order او بیا وروسته د نړیوالتوب globalization د نظریې د عملي کولو تر عنوان لاندې د نړۍ د لاندې کولو هڅې پیل کړې.

دا چې د اسلامي ډېر هېوادونه لا له وړاندې امریکا تر خپل تأثیر لاندې راوستلي وو او په دغو هېوادونو کې یې غرب پلوي او یا مستبد رژیمونه پر مسلمانانو مسلط کړي وو، نو د شوروي د ماتېدلو او د افغانانو د جهاد د افادیت په ظاهرېدلو په مسلمانو هېوادونو کې هم د غرب له سیاسي، فکري، پوځي او اقتصادي تسلط څخه د ځان آزادولو روحیه راپورته شوه، او په مسلمانو ټولنو کې د غرب د هڅو او استعماري سیاستونو په خلاف سیاسي او دیني شعور څپاندشو، او مسلمانانو بېرته خپلو اصولو او خپل دین ته رجوع پیل کړه. او لکه څنګه یې چې د شوروي (کمونیزم) ته د کفر او الحاد په نظر کتل همداسې یې د غرب (لیبرالیزم)، (دیموکراسۍ) او لدې دواړو څخه په مسلمانو هېوادونو کې را زېږېدلی (سیکولریزم) هم (کفر) وباله، او له هغه څخه یې د نجات موندلو په هدف فعالیت ته مخه کړه، چې دغې مرحلې ته امریکا د (بنسټ پالنې) نوم ورکړ.

د شوروي اتحاد او د کمونیزم تر له منځه تللو وروسته امریکا ولیدل چې ( چین) له امریکا سره د دښمنۍ روحیه نه لري بلکه د سیاسي، فرهنګي او اقتصادي مشترکانو له امله د وخت په تېرېدلو نور هم ورسره نږدې کیږي.

اروپا لا له پخوا له امریکا سره د (ناټو) په تړون کې شامله او په هر څه کې د هغې پر لاره روانه ده.

هند هم د لوی نفوس په لرلو په شرق کې د امریکا د ملګرتیا لاره نیولې او په آسیا کې یې د تر ټولو لويې دیموکراسۍ په حیث تبارز کړی او له امریکا سره د دښمنۍ او مخالفت لپاره څه نه لري.

د نړۍ نور واړوه واړه تمدونونه او دینونه هم له امریکا سره فکري او سیاسي پیوندونه لري.

امریکا ولیدل چې یوازې اسلام دی چې نه د امریکا تسلط مني، نه یې دیموکراسي او لېبرال تمدن مني، نه یې د کپټالیزم اقتصادي نظام مني، او نه یې پر خپله خاوره پوځي شتون، لښکرې او دهغې ملګري نظامونه مني، نو هماغه وو چې (اسلام) ورته د یوازیني ریښتني دښمن په حیث ښکاره شو او دهغه په خلاف یې یوه هراړخیزه جګړه پیل کړه. او ددې لپاره چې په اسلامي نړۍ کې یې د اسلام په خلاف جګړه دیوې برخې مسلمانانو په لاس روانه کړې وي نو ریښتینی اسلام یې د بنسټپال اسلام ( Radical Islam ) په نامه یاد کړ، او د خپلو سیکولرو پلویانو لپاره یې یو بل اسلام چې تعریف او تفصیلات به په راتلونکو کرښو کې ذکر شي د(Moderate Islam) معتدل اسلام په نامه رامنځته ګړ، او د اسلام په خلاف يې خپله جګړه تر دې شعار لاندې په لاره واچوله چې. ((Islam is the problem and the moderate Islam is the solution)) يعنې پخپله اسلام ستونزه ده، او معتدل اسلام ددې ستونزې حل.

د امریکا او غرب فکري مراکز او د منځلاري اسلام د تولید پروسه:

په غرب او بیا په خاص ډول په امریکا کې (فکري مؤسسې) یا (فکري مراکز) چې غربیان یې Think tanks بولي د یولوی او مؤثر قوت د منابعو په حیث پېژندل کېږي، او دا ځکه چې همدغه (فکري مراکز) په غربي هېوادونو کې د پوځي او دفاعي قوت، اقتصاد، صنعت، تجارت، خارجي روابطو او دپلوماسۍ او د هیوادونو او ولسونو د تقویه کولو او کمزوري کولو د چارو لپاره مهم او د تطبیق وړ پلانونه جوړوي، څېړنې ترسره کوي، او د حکومتونو او لویو کمپنیو لارښوونه کوي.

د فکري مؤسساتو Think tanks همدې موثریت ته په پام سره یوازې د امریکا لپاره ۴۵۰۰ لويې او وړې فکري مؤسسي کار کوي چې ۲۰۰۰ یې د امریکا په داخل او ۲۵۰۰ یې له امریکا د باندې په نورو هېوادونو کې په څېړنو بوختې دي، او په خپل فعالیت په امریکا کې پالیسې جوړوونکو او نشراتي ادارو ته د نړۍ په مهمو مسائلو او موضوعاتو کې دقیقې څېړنې وړاندې کوي، او هغه لارې چارې ورښئي چې د نړۍ له قضایاوو سره مناسب تعامل پرې کړي.

دغه فکري مراکز په اروپا او امریکا کې د مسلمانانو او اسلامي نړۍ د دیني، فکري، سیاسي، پوځي، اقتصادی او اجتماعي وضعیتونو په اړه هم پراخې او ژورې څېړنې کوي . غرب د دې څېړنو او سروې ګانو له لارې د مسلمانانو او اسلامي هېوادونو تر منځ فکري، مذهبي او سیاسي اختلافات ځانته معلوموي، مسلمانان په دقیق ډول (صف بندي) کوي، او بیا د دغې دقیقې صف بندیۍ په رڼا کې د هغوئ له منځه خپل ځانته دوستان او دښمنان تشخیصوي، او له دوستانو سره د دوستۍ او له دښمنانو سره د دښمنۍ لپاره تګلارې او د تطبیق وړ استراتېژۍ ورته وضع کوي، او د خپلو حکومتونو او کمپنیو په اختیار کې یې ورکوي.

د اسلامي نړۍ په اړه د غرب فکري مراکز (Think tanks) په مجموع کې پر دوه ډلو تقسیمېږي چې یوه ډله یې پداسې استراتېژیو او تکنیکونو کار کوي چې څنګه مسلمانانو ته له غرب سره پیوند ورکړي او څنګه يې د معتدلو مسلمانانو په نامه یې له غرب سره همکارۍ ته وروبولي. دغه ډله مراکز دغرب او مسلمانانو ترمنځ د ډیالوګ ( خبرو اترو) کنفرانسونه، سمینارونه، ادارې او ښوونیز ورکشاپونه جوړوي، او ددې لپاره زمینه سازي کوي چې څنګه د دوئ په اصطلاح (منځلاري اسلامي حرکتونه) او (احزاب) د مسلمانو هېوادونو په حکومتونو کې پدې شرط ورشریک کړي چې ددې شراکت په بدل کې به د(حقیقي اسلام) ثوابت تحریفوي او تاویلوي، د جهاد په خلاف به منفي دریځ نیسي، او په خپلو هېوادونو کې به د دیموکراسۍ په نظام کې کار کوي، او د شریعت له نافذولو به تېریږي چې دغه ډول اسلامي تنظیمونه او احزاب هغه دي چې د (منځلارو اسلامي تنظیمونو) په نامه په مصر، تونس، ترکیه، پاکستان، افغانستان او ځینې نورو هېوادونو کې له غرب پلوو حکوتونو سره یوځای کار کوي. د دغه ډول فعالیت تر شا د کارنیګي مرکز (Carnegie center) د (سابان مرکز) او د بروکینګز انسټیټیوټ (Brookings institute) او دوئ ته ورته نور فکر مراکز ولاړ دي.

او دویمه ډله مراکز بیا پدې کار کوي چې څنګه د مسلمانانو د مادي او معنوي قوت سرچینې ور وچې کړي، مسلمانان د آزادۍ او استقلالیت له احساسه او د مقاومت له توانایۍ بې برخې کړي، او د مسلمانانو راتلونکي نسلونه پر هغه لاره روان کړي چې غرب او د هغه په رأس کې امریکا یې غواړی. د دغه ډول فکري مراکزو په رأس کی د هېرټېج فاونډیشن The Heritage Foundation)) رانډ کارپوریشن (RAND Corporation) او نور مراکز دي.

په لاندې لست کې د امریکا او برتانیې د څو مشهورو فکري مراکزو نومونه لیکو چې د هغه له منځه به د (رنډکارپوریشن) په اړه تفصیلي معلومات ولیکو،ځکه چې دې فکري کرکز د(معتدل اسلام) د رامنځته کولو لپاره په ۲۱۷ صفحو کې یوه تفصیلي څېړنه د Building Moderate Muslim networks (د معتدلو مسلمانانو د نړیوالو شبکو جوړول) په نامه خپره کړې ده، او په هغې څېړنه کې يې غرب او په خاص ډول امریکا ته په نړۍ کې د (معتدل اسلام) د خپرولو لارې چارې ورښوودلې دي.

مشهور امريکايي فکري مراکز:

• American Iranian Council
• Atlantic Council of the United States
• Brookings Institution
• Carnegie Endowment for International Peace
• Center for Advanced Defense Studies
• Center for Global Development
• Center for Strategic and International Studies
• Council on Foreign Relations
• International Center for Research on Women
• The Nixon Center
• New America Foundation
• RAND Corporation
• Resources for the Future
• Urban Institute
• Project for the New American Century
• The Claremont Institute
• American Enterprise Institute
• Heritage Foundation
• American Enterprise Institute
• Center for Security Policy
• Claremont Institute
• Committee on the Present Danger
• Foreign Policy Research Institute
• Heritage Foundation
• Hoover Institution
• Hudson Institute
• Manhattan Institute
• Middle East Forum
• National Center for Policy Analysis
• Project for the New American Century
• Center for American Progress
• Center for Defense Information
• Center for Economic and Policy Research
• Center for Progressive Reform
• The Century Foundation
• Economic Policy Institute
• Institute for Policy Studies
• Progressive Policy Institute
• Roosevelt Institution
• Cato Institute
• Foundation for Rational Economics and Education
• Progress and Freedom Foundation
• Reason Foundation

مشهور برتانوي فکري مراکز

• Adam Smith Institute
• Africa Research Institute
• British Future
• Centre for the Analysis of Social Exclusion
• The Centre for Cross Border Studies
• Centre for Defence and International Security Studies
• Centre for Policy Studies
• Centre for Strategic Research and Analysis (CESRAN)
• City Mayors Foundation
• Commonwealth Policy Studies Unit
• Cordoba Foundation
• European Council on Foreign Relations
• Foreign Policy Centre
• Institute for Jewish Policy Research
• Institute for Strategic Dialogue
• International Institute for Strategic Studies
• Overseas Development Institute
• Oxford Research Group
• RAND Europe (an independent division of the RAND Corporation)
• Resolution Foundation
• Royal Air Force Centre for Air Power Studies
• Royal Institute of Public Administration (defunct)
• Royal United Services Institute for Defence and Security Studies
• The Intergenerational Foundation

د يادولو ده چې دا يوازې امريکا او برتانيا ندي چې دغه ډول فکري او د استراتېژيکو څېړنو مراکز لري بلکې ټول اروپايي هېوادونه، استراليا او روسيه هم همدغه ډول لوی او قوي مراکز لري.

(رانډ کارپوریشن) څه ډول مرکز دی، او تر اوسه یې د اسلامي نړۍ اومسلمانانو په خلاف څه کړي دي؟

د رانډ کارپرویشن RAND Corporation تحقیقاتي مرکز د اسلامی نړۍ، اسلام او مسلمانانو په خلاف تر ټولو خطرناکې څېړنې ترسره کړې دي. د دې مرکز دتحقیقاتو په نتیجه د اسلامي نړۍ او خپله د اسلام د دین په اړه د امریکا دخطرناکو اقداماتو تأثیرات به تر ډېره وخته پورې د مسلمانانو په فکري، عقیدوي، اجتماعي او سیاسي ژوند کې پاتې وي.

د (رانډ کارپوریشن) د څېړنیز مرکز د ۱۹۴۵م کال د اکتوبر د میاشتې په اول تاریخ په دویمې نړیوالې جګړې کې د امریکا د پوځ او د هوائې ځواک د ستر قومندان (جنرال آرنولد) له لوري د امریکا د (کالفورنیا) په ایالت کې تأسیس شو. جنرال آرنولډ چې کله ولیدل چې امریکا د خپلې پرمختللې ټکنالوژۍ او اټوم بم په زور جاپان مات کړ او دویمي نړیوالې جګړې ته یې د پای ټکی کېښود نو عملاً دا ورمعلومه شوه چې عملي څېړنې او پرمختللې ټکنالوژي د غلبې له مهمو عواملو څخه دي،نو هماغه وو چې د جګړې تر ختمېدولو دوه میاشتې وروسته یې د(ډوګلاس) د الوتکو جوړولو د کمپنۍ له مشرانو سره د (کالیفورنیا) په ایالت کې د علمي څېړنو د یوخاص څېړنیز مرکز پر جوړولو مجلس وکړ او په نتیجه کې دواړو اړخونو د(رنډکارپوریشن) پر جوړولو موافقه وکړه.

رانډکارپوریشن په همدې کال کې د امریکا د هغه وخت د هوایي قواوو د رئیس ارکان د معاون (جنرال لیمای) تر سرپرستۍ لاندې د امریکا د هوایي قوت د لا نور پیاوړي کولو لپاره په څېړنو پیل وکړ. دوه کاله وروسته (رانډ کارپوریشن) په پوره استقلالیت د کار کولو په مقصد د امریکا د هوایي قواوو د ادارې د فیصلې پر اساس د(ډوګلاس) له کمپنۍ څخه جلا شو او په مستقل ډول یې په همدې (کالیفورنیا) کې د یوغیر انتفاعي تحقیقاتي مرکز په حیث خپل کار ته دوام ورکړ. په همدې ۱۹۴۷م کال د (فورډ) مؤسسې چې د (فورډ) د موټر جوړولو د کمپنۍ اړوند وه (رانډ کارپریشن) ته یو میلیون ډالر عطیه ورکړه ترڅو (رانډ) ورباندې پر خپلو پښو ودریږي.

د (رانډ کارپوریشن) څېړنیز مرکز په تېرو تقریباً اویاوو کلونو کې د امریکا لپاره د مصنوعي سپوږمکیو (سټیلایټونو)، کمپیوټر، ویډیویي تصویر، او د پوځ ترمنځ د عصري ارتباط د رامنځته کولو پر وسیلې چې وروسته یې د اوسني ( انټرنټ) بڼه غوره کړه پراخې څېړنې ترسره کړې دي.

د(رنډ کارپوریشن) په څېړنیز مرکز کې په یوه وخت کې (۱۰۰۰) تنه څېړونکي په څېړنو بوخت دي چې د دغو څېړونکو ۶۰٪ یې په بېلابېلو تخصصاتو کې د( دوکتورا) سندونه او ۲۸٪ یې د (ماسترۍ) سندونه لري، او پدې مرکز کې ۳۰ داسې پوهانو هم عضویت لرلی چې په بېلابېلو تخصصاتو کې یې د (نوبل جائزې) هم اخیستې دي.

رانډ کارپوریشن خپله د لوړو زده کړو فاکولته هم لري چې په سیاسي علومو کې د (دوکتورا) سند ورکوي. دغه څېړنیز مرکز له امریکاد باندې نور مراکز هم لري چې په برتانیه کې د همدې مرکز مستقله څانګه، په منځني ختیځ کې د عمومي پالیسۍ مرکز، په قطر کې د سیاسي څېړنو مرکز یې مثالونه دي.

په هغه وخت کې چې شوروي اتحاد امریکا ته د لوی دښمن په حیث مطرح وو نو (رانډ کارپوریشن) د هغه د کمزوري کولو په کار کې دومره لوی نقش درلوده چې د شوروي په نظامي او ستراتیژیکو کړیو کې به یې د(رانډ کارپوریشن) مرکز ته ( دمرګونو او تخریب د تولید اکاډمي) ویله.

د شوروي اتحاد تر له منځه تللو وروسته چې امریکا (اسلام) او مسلمانان د خپل یوه ریښتني دښمن او متوقع خطر په حیث وټاکل نو بیا همدغه د (رانډکارپویشن) څېړنیز مرکز امریکا ته د اسلامي نړۍ په لاندې کولو او د ریښتني اسلام په تبدیلولو او د (منځلاري اسلام) په نامه دیوه بل دین د رامنځته کولو په چارو کې پوره لارښوونه وکړه او د اسلامي نړۍ د قضایاوو د تحلیل په اړه یې امریکا ته ښې ډېرې څېړنې ترسره کړې چې څو مشهورې او مهمې څېړنې یې د دې لپاره د افغان لوستونکي مخې ته په لاندې ډول ږدو چې دا ورته معلومه شي چې (رانډ کارپوريشن) د اسلامي نړۍ په اړه د امريکا لپاره څومره کار کړی دی:

۱ – د بوسنیا له تجربې زده کړه.

۲ – د ناټو د پوځي ایتلاف د پوځي عملیاتو او د بشري مرستو د مؤسسو ترمنځ د همغږۍ تقویه کول ۲۰۰۲م .

۳ – اسلام د قوقاز په شمال کې، چیچنیا د یوه مثال په ډول . ۲۰۰۳ م .

۴ – متمدن دیموکراتیک اسلام، ملګري ، منابع او ستراتېژۍ، ۲۰۰۳م .

۵ – اسلامي نړۍ د سپتمبر له یولسمې وروسته ۲۰۰۵م .

۶ – د ترورېزم په خلاف د جګړې راتلونکې مرحلې او اقدامات. ۲۰۰۵م

۷ – په منځني ختیځ کې له تروریزم څخه د ځوانانو دلیرې ساتلو فرصتونه ۲۰۰۵م .

۸ –اسلام اوغرب، د مشترکو زمینو لټول ۲۰۰۶م .

۹ – د محاصرې احساس، د اسلام او غرب سیاسي جغرافیه .

۱۰ – د منځلاري اسلام د نړیوالو شبکو جوړول ۲۰۰۷م .

۱۱ – د تایلند په جنوب کې د مسلمانانو پاڅون ۲۰۰۸م .

۱۲ – په ترکیه کې د سیاسي اسلام راپورته کېدل ۲۰۰۸م .

۱۳ – د جهاد غږ د مجاهدینو له خولې ۲۰۰۸م .

۱۴ – له جرمني تر عراقه د امت په جوړولو کې د امریکا رول.

۱۵ – په منځني ختیځ کې د پوځي تګلوریو بدلون.

۱۶ – د مدیترانې د حوض د هېوادونو امنیت.

۱۷ – د فلسطین د قضیې په اړه څلور پراخې څېړنې.

۱۸ – د عراق په اړه څو بېلابېلې څېړنې.

۱۹ – ایران پېژندنه ۲۰۰۹م .

۲۰ – د سپاه پاسداران ظهور ۲۰۰۹م .

۲۱ –ایران او د خلیج امینت.

۲۲ – د شمالي افریقا امنیت، داخلي او خارجي ننګوونې.

۲۳ – د عربي فکر اوسني توجهات.

۲۴ – د عربي هېوادونو اقتصادي امکانات.

د امریکا له لوري د افغانستان تر اشغال وروسته (رانډکارپوریشن) د افغانستان په اړه هم په ډېرو مهمو موضوعاتو کې څېړنې ترسره کړې چې د امریکا د اشغال د تقویه کولو لپاره ډېرې ضروري یې دغه لاندې درې څېړنې دي:

۱ – په افغانستان کې د راډيو له لارې ښوونه او روزنه. ۱۰۰۲م.

۲ – د افغانستان په نوي اساي قانون کې اسلام او ډیموکراسي ۲۰۰۳م.

۳ – افغانستان، دولت، ټولنه، د امریکا سیاست او د راتلونکي پر لوري لاره ۲۰۰۸م

په پورتنیو یادو شویو څېړنو کې (رانډ کارپوریشن) امریکا ته هغه لارې چارې او وسائل ور وښودل چې څنګه له هغو څخه په استفاده په افغانستان کې لیرې او د حکومت له کنتروله آزادو سیمو ته د راډیو له لارې هغه مفاهيم ور ورسوي چې د کتاب، مکتب،تلوېزيوناو حکومتي ادارو له لارې یې نه شي ور رسولی، او هم یې امریکا ته هغه لاره ور وښوده چې څنګه د اشغال د وخت په اساسي قانون کې اسلام غیر فعال، او غربي مفاهیم او ډیموکراسي په فعال او عملي شکل ځای کړي. د یادولو ده چې د افغانستان د همدغه اساسي قانون په اړه زما یوسلسله صوتي څېړنيز درسونه نشر شوي چې د دې اساسي قانون کفري موارد او مادې ورکې د شرعي دلائلو په رڼا کې په نښه شوي او بیان شوي دي چې اورېدل یې بې ګټې ندي.

د افغانستان په اړه د (رانډ کارپویشن) په ترسره شویو څېړنو کې تر ټولو مهم نقش د افغاني الاصل امریکايي لوړپوړي مامور (زلمي خلیلزاد) او دهغه د یهودۍ ښځې (چېریل بنارډ) دی چې دواړه د همدغه تحقیقاتي مرکز څېړونکي او په هغه کې د بېلابېلو پروژو مدیران دي. او د دې لپاره چې (زلمي خلیلزاد) د امریکا د مصالحو د تأمین په مقصد په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د خپلو نظریاتو او (رانډکارپوریشن) د توصیو د عملي کولو لپاره مهم فرصت او پراخ امکانات موندلي وي نو ځکه خو یې هغه لومړی په افغانستان کی د امریکا د سفیر او بیا په عراق کې د امریکا د سفیر او په پای کې د ملګرو ملتو په اداره کې د امریکا د سفیر په توګه مقرر کړ.

دا هم د یاولو ده چې لکه څنګه چې (اشرف غنې) او ښځه یې ( مسیحۍ رولا) دواړه د بیروت د امریکایي پوهنتون فارغان دي همدغه ډول (زلمی خلیلزاد) او یهودۍ (چیریل بنارډ) هم د همدغه پوهنتون فارغان دي.

نور بيا…

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
abdullah

له سرلیکنې پرته نن ټکی اسیا د نورو لیکنو ننګه نه کوي.

نو د حق ننګه هم نه کوئ که څنګه زما په نظر پورته جمله شرعي نه ده

عبدالحكيم حكيمي

مولوي مجاهدصاحب الله ج دي اجرعظيم دركي واقعي چي تاسوخدمت كوي اوكه داراته روشانه سي چي ستا هغه درسونه به له كوم ادرس نه ترلاسه كو مننه

Hameed

مولوی مجاهد صاحب اول خو سلامونه او احترامات وروسته له سلامه واقعا چی زموږ فخر یی او درباندی ویاړو ځکه دا کوم خدمات چی ته په فکری ډګر کی د افغانستان د مسلمانانو لپاره سرته رسوی واقعا چی بی مثله دی او الله دی پوره پوره اجر درکړی

قاري سعید

جزاک الله خیرا
الله تعالی مو په قلم برکت کړه

محمد نعیم

جزاکم الله خیرالجزا

دمسلمانانو په ويښولوکې مو په ښه توګه خپل مسؤلیت اداکړی. په هغوی باندې ستاسو دالورینه به الله تعالی بې بدلې نه پریږدي ان شاءالله .

البته که له نشر مخکې یې کره تصحیح وشي ښه به وي . ځینې کلمې نیمګړي دي .

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x