افغانستان

اوباما په افغانستان کې د امریکايي عسکرو لپاره ۴۲ میلیارده ډالر ځانګړي کړل

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د امریکا لپاره د بودیجې طرحه کانګریس ته وړاندې کړه.

بارک اوباما د ۲۰۱۵ میلادي کال لپاره د امریکا په دې بودیجه کې ۴۲ میلیارده ډالر یواځې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو لپاره ځانګړې کړې ده.

ټاکل شوې ده، په افغانستان کې د مېشت هر امریکايي عسکر لپاره ۲،۱ میلیون ډالر ځانګړي شوي، چې په دوه کاله کې د هر امریکايي عسکر لګښت تر څلور میلیونه ډالره هم اوړي.

د امریکا په تاریخ کې د افغانستان جګړه تر ټولو اږده جګړه ګڼل کېږي، چې امریکا يې له اقتصادي پلوه په ملا ماته کړې ده.

تر دې وړاندې امریکا په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد هم ۵،۳میلیارده ډالر ځانګړي کړي و، چې په اقتصادي حالت يې بې اغېزې نه بلل کېږي.

د هاروارد پوهنتون د سروې له مخې د امریکا په تاریخ کې د امریکا – افغان جګړه یوه خورا ملاماتوونکې جګړه ده، چې د امریکا په اقتصاد يې ډېره بده اغېزه کړې ده.

له دې سره جوخت په افغانستان کې د امریکايي لګښتونو د څار اداره وايي چې دوی به هغه محرم اسناد رسوا کړي چې له مخې يې د افغان عسکرو په روزنه پرېمانه لګښت شوی دی.

امریکا د افغان عسکرو په روزلو د شوي لګښت اسناد د تېر میلادي کال په وروستیو کې محرم اعلام کړل، خو سیګار وايي چې دوی دغه اسناد تر لاسه کړي او له څېړنې وروسته به يې رسنیز کړي.

امریکا په ۲۰۰۱ میلادي کال د ناټو په ملګرتیا په افغانستان یرغل وکړ، چې د ۲۰۱۴ میلادي کال سره يې پوځي ماته وخوړه، خو د افغان عسکرو د روزلو، مشورو او تمویل پروسه يې لا هم روانه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x