افغانستاننړۍ

جنرال کیمپل او جنرال شریف د پولې د امنیت په تړاو خبرې اترې کړي

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د پاکستان د پوځ لوی درستیز د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې او ډيورنډ کرښې د امنیتي وضعیت په تړاو خبرې اترې کړي.

د پاکستان د پوځ د مطبوعاتي دفتر له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کیمپل او د پاکستان لوی درستیز جنرال راحل شریف تېره ورځ په راولپنډۍ ښار کې د پاکستان پوځ په مرکز (جي- ایچ- کیو) کې د ډیورنډ کرښې د امنیت، د پولې په اړوند د همغږۍ او د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو لپاره دوه اړخیزې خبرې وکړې.

په خبرپاڼه کې څرګنده شوې، چې د دې کتنې موخه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې د امنیتي وضعیت او د دواړو لوریو ترمنځ د همغږي، استخباراتي او نظامي همکاري د پراختیا په اړه خبرې اترې وې.

په ورته وخت کې ځينې پاکستاني رسنۍ راپور ورکوي، چې د پاکستان د قبایلو چارو وزارت ایالتي ادارو ته امر کړی، چې د افغان کډوالو لپاره پولې ته څېرمه پنډغالي جوړ کړي او له ښارونو د افغان کډوالو کورنۍ ور ټولې او تګ راتګ محدود کړي.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه اقدام به د روان میلادي کال تر پایه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنولو په پروسه کې د دوی لباره اسانتیا را منځته کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx