افغانستان

هلمند: دبهرنیو ځواکونو په ډزو کي ۵ عام وګړي ټپيان شوي دي

man_crying_after_blastنن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو د هلمند ولایت د نهر سراج په ولسوالۍ کې پر ماشومانو او ولسي وګړو ډزي کړي، چي له کبله يې لږ تر لږه ۳ ماشومان او دوه نور سپین ږیري کسان ټپيان شوي دي.

پيښه هغه مهال را منځته شوه، کله چي د بهرنیو ځواکونو یوه ګزمه د طالبانو تر برید لاندي راغله، چي وروسته يې بهرنیو الوتکو پر سیمه ډزی کړي.

پيښه په دقیقه توګه د نهرسراج ولسوالۍ د پوپلزو ښاخ په سیمه کې را منځته شوې، او په اړه يې ویل کیږي چي ځیني ټپيان بهرنیانو د خپل ځان سره بیولي.

د بهرنیو ځواکونو رسنیز مرکز هم د پيښي تصدیق کړی، او ویلي چي ۵ تنه کوچنیان يې بیا د درملني لپاره له ځانه سره بیولي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي ویلي چي په دغه برید کي بهرنیو ځواکونو ته هم درنه مرګ ژوبله ورسیده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x