fbpx

!سیکولر اشنا ته

نښتر، کالم: مخکي مو دا خبره کړې ده چې د سیکولرزم د فکر پیروان د اسلامي نوامیسو او اسلامي اخلاقي میتودونو غله او په ختیځه او اسلامي نړۍ کې د دې ارزښتونو له منځه وړونکي دي، دوی دلته تر خپله وسه پوره کوښښ کوي چې په پوره معنا لویدیځوال تمدن او د لویدیځ فحش اخلاق رایج او پلي شي، اصلا د خلکو د دروهلو او تشذهنه ځوانانو د استحمار له پاره ځیني معقولې خبرې کوي خو اصلا یې هغه موخه او هدف نه وي او نه د هغو له پاره کار کوي لکه د علم ، ساینس او ټیکنالوژي په موضوع ټینګارکول، دوی پخپلو خبرو کې دا موضوع تکراروي چې موږ باید ساینس او ټیکنالوژي ترلاسه کړو باید له غرب سره ځانونه سیالان کړو او.. خو په عملي توګه بیا د ساینس او ټیکنالوژي د ودې او زده کړې له پاره هیڅ هم نه کوي، او نه یې په عملي توګه په دې لړ کې کوم ګام پورته کړی ده.

د دوی لویه موخه او هغه کار چې دوی ته سپارل شوی ده هغه د اسلامي اخلاقو په مقابل کې د غربي اخلاقو رواجول، غربي تمدن ته چوپړ او د اسلامي نوامیسو او اخلاقي میتودونو پر ضد مبارزه ده، دلته د یوه سیکولر دوه خبرې درسره شریکوم او هغه سیکولر اشنا ته څو خبرې لرم خدای دي وکړي د خپلې ګټې په نیت یې راسره ومني، دی د غربي هیوادونو په موجوده سیاست او په اسلامي نړۍ د یرغلګرو لویدیځوالو هیوادونو روان وحشتونه په اړه یو ځای لیکي: په یوویشتمه پېړۍ کې بشري لوی ځواکونه هېڅکله د لرغونو امپراتوریو او د انسان غلام کولو شوق نه لري، اوسنۍ جګړه د اقتصاد ده، علم، ټېکنالوجي او ساینس باندې یرغلونه کېږي او د دې هر څه په وړاندې به زه خپل ځان لومړی سمبالوم، زه به ځان په علم، ټکنالوژۍ او ساینس باندې پوهوم، خپل اقتصاد به پیاوړی کوم او بیا به له نړۍ سره سیالي کوم.

د یوه هیواد برحاله حکومت له منځه وړل او هلته د خپل لاس خلک رامنځته کول دا راز په ازادو هیوادونو د خپلې خوښي پریکړې منل او هغوی مجبورول چې د دوی له ګټو سره باید روان واوسي؛ دا کارونه دي ښاغلي ته د ملتونو او هیوادونو ایل کول او غلام کول نه ښکاري او دا د لرغونو امپراتوریوپه څیر کړنې نه بولي!!. متحده ایالاتو او د ناټو ملګرو هیوادونو یې نن د نړۍ ټول ولسونه غلام کړي او په مختلفو ځایونو کې یې آن کیمايي وسلې لا کارولې دي په سلهاو زره انسانان یې وژني او داسې بندیخانې یې جوړې کړې دي چې د نړۍ تاریخ یې ساری نه لري خو زموږ سیکولر اشنا بیا هم دا هیوادونه بشري ځواکونه بولي!!.

دا سیکولر اشنا د لویدیځ د اخلاقي چلندونو په اړه عجیبه ښه فرموده ! لري، دی زنا او نکاح یو شی بولي او دا لاندي کټمټ د ده جملې په دقت سره ولولئ: که زما خور له چا سره مینه ولري، سکس ورسره کوي، دا یې حق دی، ځکه انسان همداسې خلق شوی دی چې دې ته اړتیا لري. نکاح د دوه طرفونو د خوښې په مفهوم ده، دا چې دینونو دغې خوښې ته د نکاح نوم ورکړی، څو ایتونه او دعاګانې وکړي دا یوازې یو رسم او رواج په ډول دی، تر هغې وروسته هم سکس کېږي، زما خور سره به هم کېږي او ستا خور سره هم. دې کې کومه غټه خبره نشته.

سیکولر اشنا که زه د یوې ګروهې قایل یم، زه له کره دلایلو سره یو غوره انساني تمدن لرم او د هغه مخالفت نه منم او نه یې زغمم، نو د لویدیځ د فکري او ګروهیزي ازادي له مفکوري سره سم زما مخه هیڅوک نه شي نیولی، اوزما د تمدن په رڼا کې ستا نظر وحشت او فحاشي راته ښکاري ستا فکر زما د ټولنیزو او عقیدوي ټولو نورمونو مخالفت او بغاوت وي او ته یې بیا هم پر ما تپې او زما فکر او عقیده غندې نو ته د خپلو غربي افکارو خلاف روان یې ته مهرباني وکړه د خپل تمدن له افکارو سره سم زما اند او فکر ته درناوی وکړه.

په غربي تمدن کې سیکس ته ستا د خور اشتها ستا په ګای د هغې مسلم! حق ده او زما په اند دا کار ګناه او د سزا وړ جرم ده، زما په تمدن کې، زما له عقیدي او زما د اسلامي اخلاقو په رڼا کې چا ته د لوڼو او خوندو ور په نکاح کول سپیڅلې اړیکه، دوستي او خیښي ده او د دې په برکت سره د کورنۍ سپیڅلی نظام او تړون رامنځته کیږي، او د دې پاک تړون په برکت سره عفت او پاکي رامنځته کیږي او د زنا او فحشا مخه نیول کیږي او په ځانګړې توګه پر تا باندي د الله له لوري نازول شوي عذاب (ایډز) نه د نجات لاره ده، نو تا ته ستا ایډزځپلی او بربنډ تمدن مبارک او تا او ستا خور ته ستاسو غربي حقوق در بختور شه.

زما سیکولر اشنا په لویدیځ کې نورې مزدورۍ او نوکرۍ هم زیاتې دي ته د خپل دجال په غیږه کې ځان ته بله مزدوري وګوره، شرق ته د غرب تمدن د راواردولو په پروسه کې ستا مزدوري خطرناکه مزدوري ده ته د ټولنو بغاوت ته ملا مه تړه تر دې کار او مزدوري نه د کلیسا جارو کول ډېر درته ښه دي، لطفا د ټولنو او ګروهو پر خلاف بغاوت نه لاس واخله دا مزدوري دي تاواني بولم ډېره تاواني.

نښتر، د استاد نعمان منلي کالم، نن ټکی اسیا

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
غوربندي
میلمه
غوربندي

زما خو ولا ددې سیکولر لالا خورکئ ته ډېره سودا شوه چې څه حال به یې وي!

ښاغلي لیکوال څخه هیله ده چې د شیطان د غلامانو (سیکولرانو) په ورته څرګندونو باندې نوری لیکنې هم وکړی.

د دیموکراسی تیوریسنان په همدې عقیده دي چې انساني ټولنه کې انسانان هم د سېرلیو (بزغاله ګانو) په شان په هر خپلې او پردی باندې وبورړنیژي او د رضا په صورت کې یی ترتیب ورکړي .

لعنت په داسی بې غیرتو