fbpx

«ولسمشر د ولایتي شوراګانو د څار د واک له ناوړې ګټې وېرېږي»

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه، ۱۳۹۳ل): په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې د ولایتي شوراګانو دروازې تړلې پاتې دي، د ولایتي شوراګانو د انسجام عمومي مشر نن په خبري کنفرانس کې وویل چې اشرف غني د ولایتي شوراګانو د څارد واک له ناوړه ګټې اخیستنې وېرېږي.

سعید احمد خاموش نن په کابل کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دوی د ګډحکومت له مشر اشرف غني سره لیدلي دي او په خبره يې د ولایتي شوراګانو د څار اړوند ستونزه به حل شي، خو په خبره يې ولسمشر له دې اندېښمن دی چې د ولايتي شوراګانو غړي به له خپل دې صلاحیته ناسمه ګټه واخلي.

تېره اوونۍ ولسي جرګې د ولایتي شورا قانون له تعدیل وروسته تصویب کړ، چې پکې له ولایتي شوراګانو د دولتي کارونو او پرمختیايي پروژو د څار واک اخیستل شوی و.

تر دې وړاندې ولایتي شوراګانو دا حق درلود چې په ولایتي سطحه دولتي کارونه وڅاري، خو ولسي جرګې دا صلاحیت ترې واخیست او د ګډ حکومت مشر هم پرې اندېښمن دی چې که چېرته ولایتي شوراګانو ته د څار واک بېرته ورکړل شي، نو هغوی به ناوړه ګټه ترې واخلي.

له بله اړخه د ولایتي شوراګانو غړي پر دې ټینګار کوي چې اشرف غني دې د یو تقنیني فرمان له مخې دوی ته د څار واک بېرته ورکړي کنه دوی به د خپلو شوراګانو دروازې تړلې وساتي.

ولایتي شوراګانو ته بريالي نوماندان دعوه کوي چې دوی ولس ته د چوپړ په موخه دې څوکيو ته راغلي دي، که څه هم ولس دولسمشریزو ټاکنو په څېر د ولایتي شوراګانو ټاکنې له پرېمانه درغلیو ډکې بللې او ویل يې چې ډېری بريالیو وکیلانو د واسطو او پیسو په زور تر څوکیو ځانونه رسولي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د