طالبانو له افغان حکومت سره په دوبۍ کې د خبرو اوازې رد کړې

نن ټکی اسیا (سه شنبه، سلواغې ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د طالبانو ویاند «قاري یوسف احمدي» هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د دوی یو شمیر لوړ پوړو استازو د متحد عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې د افغان حکومت له پلاوي سره د سولې مذاکرات پیل کړي دي.

تیره ورځ یوې پاکستانۍ ورځپاڼې (اکسپریس) ليکلي وه چې د طالبانو پخواني وزیر ملا ګل اغا، د عامې روغتیا پخواني وزیر ملا عباس او د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ملا جلیل د طالبانو په استازیتوب له افغان دولت سره په دوبۍ کې خبرې اترې کړي.

خو ښاغلی احمدي دغه اوازې په کلکه ردوي او وايي چې «د اسلامي امارت هېڅ استازي د کابل ادارې له کوم پلاوي سره، نه په دوبۍ ښار کې لیده کاته کړي او نه په کوم بل ځای کې».

ښاغلي احمدي نن ټکی اسیا ته په رالیږلې اعلامیه کې ویلي: «دا ډول آوازې د ځینو مغرضو کړیو له خوا له دې وړاندې هم څو، څو ځله خپرې شوې دي، چې په همغه وخت کې اسلامی امارت رد کړې دي».

د اعلامیې په باور هغه رسنۍ چې دا ډول بې بنسټه اوازې خپروي، خپل حیثیت ته زیان رسوي او عامه ذهنیتونه ګډوډي.

طالبانو په رسنیو غږ کړی چې د راپورونو په خپرولو کې له دقته کار واخلي او د طالبانو اړوند هر خبر له خپرولو وړاندې باید د دوی له سرچینو څخه سپیناوی وکړي.

طالبانو تل ټینګار کړی چې د هر ډول سیاسي تماسونو یوازينۍ مرجع يې په قطر کې سیاسي دفتر دی، خو د شنونکو په اند کابل او اسلام اباد هڅه کوي، چې له دغه ادرسه پرته د طالبانو نورو چاینلونو ته ترجیح ورکړي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د