افغانستان

هلمند: په موسی کلا کې بهرنیو ځواکونو ۳ ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې، یو یې نیولی

نن ټکی آسیا: د هلمند ولایت په موسی کلا ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکو پر یوه کور چاپه وهلې چي له کبله يې د یو ملکي وګړی ټپي، دوې مېرمني ټپي شوي دي.

په کابل کي د ایساف رسنیز مرکز ویلي چي تیره ورځ ګډو ځواکونو د موسی کلا په ولسوالۍ کې د یو تن طالب قومندان د نیولو په لټه پر یوه کور چاپه ووهله، چي په ترڅ کې یو تن ملکي وګړی ووژل شو، او دوې مېرمني ټپياني شوې.

په خبر پاڼه کي راغلي چي بهرنیو ځواکونو وروسته تر هغه پر ملکي کسانو ډزي وکړي چي دوی ته شک ور پیدا سو، چي د هغو په لاس کي به بم وي، او د خطر له احساس سره سم يې پر هغوي ډزي وکړي، خو بیا وروسته مالومه سوله، چي هغه بم نه، او هغوی بی وسلې وه.

د خبر له مخې په دغه عملیاتو کي یو بل شکمن کس نیول شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x