افغانستان

اربکیانو په فاریاب او پکتیکا کې سلګونه کورونه سوځولي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د فاریاب په قیصار او د پکتیکا په یحی خېلو ولسواليو کې مېشتو اربکیانو د سیمې د علماوو او عامو وګړو سلګونه کورونه سوځولي دي.

د فاریاب ولایت د قیصار ولسوالي په نهرین سیمه کې د طالبانو له لوري اربکیانو ته د درنو ور اوښتو زیانونو په غبرګون کې هغوی د سیمې د خلکو لسګونه استوګنځي له لوټ وروسته سوځولي دي، چې پکې د یوې مېرمنې او ماشوم په ګډون څلور تنه شهیدان شوي هم دي.

د سیمې اربکیانو همداشان د نهرین تر دووسوو ډېرې کورنۍ په ساړه ژمي کې کډوالي ته اړ کړې دي او کورونه يې هم ورته له لوټونې وروسته سوځولي دي.

په ورته وخت کې د هېواد په جنوب ختیځ ولایت پکتیکا کې هم د یحی خېلو اربکیانو د غیبي خېلو او یحی خېلو په سیمه کې د پنځلسو تنو دیني علماوو او مدرسینو کورونه لوټ کړي او بیا یې ورته  اور ورته کړی دی.

د سیمې خلک وايي چې اربکیان دوی د طالبانو د همکارانو په نامه لوټي او په ساړه ژمي کې يې له کورونو شړي.

د دوی په خبره تر دې وړانډې هم اربکیانو امر کړی و، چې یا به له دوی سره یو ځای د طالبانو پرضد ټوپک اخلي یا به له سیمې کډې باروي.

دا په داسې حال کې دی چې د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د رسنیو له لارې منلې ده، چې د دوی سیمه ییز پولیس ورته کړنې ترسره کوي، خو په خبره يې دوی يې د څارنې هڅه کوي.

تر دې دمه د فاریاب او پکتیکا سیمه ییز چارواکي د اربکیانو په دغو کړنو چوپ دي، خو خلکو ګواښ کړی، چې که د دوی غږ وانه ورېدل شي ؛ نو بیا به له اربکیانو د خپل غچ د اخستلو لپاره خپله ودریږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
وصیف االه

زه بلور ته دلا اسلامی عقیدی دپیدا کیدو غوښتونکی یم او الله د نور هم توفیق ورکړی

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x