نړۍ

بلور : پر چارلي ابدو د برید کوونکو کورنیو ته ټاکلی انعام ورکوم

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د پاکستان د اورګاډي او ټرانسپورت پخواني وزیر او د عوامي نیشنل ګوند مخکښ غړی غلام محمد بلور وايي، پر هغه ژمنه ولاړ دی، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګستاخانو باندې د برید کوونکو سره یې درې کاله وړاندې کړې وه.

نوموړي د ۲۰۱۲م کال په سپتمبر میاشت کې، کله چې اروپایانو د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هکله له توهینه ډک فلم په یوټیوب او نورو رسنیو کې خپور کړ، اعلان کړی و، چې که هر څوک د رسول الله صلی الله علیه وسلم توهین کوونکو باندې برید وکړي او یا د دغه عمل سزا ورکړي، نو دی به ورته یو لک (۱۰۰۰۰۰) ډالره انعام ورکړي.

د پاکستان پښتون سیاستوال ښاغلي غلام محمد بلور تېره ورځ د پاکستان پارلمان ته د خپلې وینا پر مهال وویل، چې که د پاکستان حکومت ورسره پر چارلي ابدو د برید کوونکو سعید او شریف د کورنیو په موندلو کې مرسته وکړي، نو دی چمتو دی، چې د دغو اتلانو کورنیو ته له خپل لورې ټاکلی انعام ورکړي.

ښاغلي بلور همداراز یو بل اعلان هم وکړ او زیاته یې کړه، چې  که هر چا د چارلي ابدو ګستاخې ورځپاڼې د مسؤل چلوونکی و واژه، نو هغه ته به له دې لوړ یعني دوه لکه ډالره انعام ورکوي.

غلام محمد بلور او د هغه کورنۍ نور غړي د پاکستان په سیاست کې مطرحې څیرې دي. نوموړی څو ځله د پاکستان ملي شورا ته بریالی شوی او اوس مهال د پاکستان په ملي اسامبلۍ کې د اپوزیسیون غړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د چارلي ابدو ورځپاڼې چلوونکو تېره اونۍ تر ناڅرګندې مودې پورې خپلې خپرونې بندې کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x