نړۍ

«اسلامي دولت» اردنی پېلوټ وسوځاوه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): «اسلامي دولت» ډلې اردنی پیلوټ معاذ الکساسبة د وژلو ویډيو خپره کړې او اردن دولت د نوموړي وژنه تایید کړې ده.

«اسلامي دولت» ډلې اړوند وېبپاڼو لخوا خپره شوې دغه ویډيو د «شفاء الصدور» تر عنوان لاندې ده او نېږدې ۲۲ دقېقې ده. په ویډیو کې ښودل کیږي چې اردنی پيلوټ چې «اسلامي دولت» ډلې د دسمبر په ۲۴مه ژوندی نیولی و، سوځوي.

ویډيو کې ښودل کیږي چې (۲۷) کلن معاذ الکساسبة په نارنجي جامو کې را روان وي او مخې ته یې د «اسلامي دولت» ډلې ځواکونه ولاړ وي، وروسته نوموړی پنجره کې اچول شوی، تېل پرې شیندلي شوي وي او بیا یو ددغې ډلې یو قومندان چې اسلامي دولت یې په اړه لیکلي چې «صليبي ایتلاف یې ستر نظامي مرکز بمبار کړی»  اردني پیلوټ ته اور ورته کړي.

«اسلامي دولت» ډلې په دغه ویډیو کې د امریکايي ایتلاف ځينې بمبارۍ او ځیني نور کلیپونه ښودلي چې په کې لیدل کیږي ژوندي انسانان په اور سوځول شوي دي.

په ویډیو کې همدا راز معاذ الکساسبة په «اسلامي دولت» ډلې د کیدونکو بمباریو په اړه معلومات ورکوي او هم يې د امریکايي ایتلاف ملګري هېوادونه ښودلي چې په بمباریو کې برخه اخلي.large-

د اردن رسمي تلویزون هم منلې ده چې «اسلامي دولت» ډلې نوموړی د فرورۍ په ۳مه وژلی دی.

«اسلامي دولت» ډلې څو ورځې وړاندې دوه جاپاني اتباع هم اعدام کړل او اسلامي دولت اردن ته ۲۴ ساعته ضرب الاجل ورکړل چې د معاذ الکساسبة په بدل کې دې ساجدة الریشاوي خوشې کړي.

ساجده الریشاوي چې د القاعده ډلې سره د تړاو په تور د اردن په زندان کې ده او په اعدام محکومه شوې.

اردن په وروستیو کې اعلان کړې وه چې د معاذ الکساسبة په بدل کې به ساجده الریشاوي خوشې کوي خو «اسلامي دولت» ډله دې لومړی دوی ته ددې ثبوت ورکړي چې معاذ ژوندی او په خیر دی.

وروستي راپورونه وايي چې د معاذ تر وژنې وروسته اردن دولت  نن چهارشنبه عراقۍ مېرمن ساجده الریشاوي او یو بل عراقی د القاعده سره د تړاو په تور اعدام کړل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
18 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد

سلام عليکم، د خبر څخه يو نقل قول: «اسلامي دولت» ډلې په دغه ویډیو کې د امریکايي ایتلاف ځينې بمبارۍ او ځیني نور کلیپونه ښودلي چې په کې لیدل کیږي ژوندي انسانان په اور سوځول شوي دي. امريکايان خو په قرآن او حديث باور نه لري. خو داعش ادعا لري چي پر قرآن او حديث باور لري. که امريکا مسلمانان په اور سوځي نو ايا مسلمانان هم اجازه لري چي هغوی يا د هغوی ملګري په اور وسوځي؟ يا داسي نه ده. ولي چي: وَقَالَ ابْنُ وَهْبٍ أَخْبَرَنِي عَمْرٌو، عَنْ بُكَيْرٍ، عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ ـ رضى… نور لوستل »

Hameed

دا خو یی ‌‌ډیر چټی کار کړی ده هم یی ځان وشرماوه هم یی اسلامی نړی داهل سنت والجماعت په هیڅ یوه فقه کی د کافر اسیر لپاره ولو که هغه مرتد هم وی دا ‌ډول جزا نشته یو وار حضرت علی د سبایانو یوه ‌‌ډله چی دده په باره کی یی د الوهیت دعوا کړی وه په اور وسوځوله نو کله چی حضرت ابن عباس د حضرت علی له دی کاره خبر شو نو حضرت علی یی تری منع کړ او ورته وویلی چی ماله رسول کریم(ص) نه اوریدلی چی د الله په عذاب خلکو ته پدی دنیا سزا… نور لوستل »

Hameed

که مرتد وی او یا یی بل هر ‌ډول ناروا جنایت کړی وی دا ډول سزا ورته نشته یعنی د الله په عذاب باید په عذاب نشی

مسلم

ګرانو لږه سړه خورۍ. د دې آیتونو به څه معنا وي. (وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ) (فَمَنِ اعْتَدَى عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَى عَلَيْكُمْ) او آیا تاسو د بورما د مسلمانانو سوزېدنه هېره کړه. بیا له تاسو يوه پوښتنه لرم: د یو کافر په بدل کې بل کافر قصاص کېدای شي او که نه؟. ځواب راکړئ. بې ځایه تنقیدونه مه کوئ. له الله تعالی ووېرېږئ او خپل نظرونه مه ورکوئ.

احمد

قدرمن مسلم وروره د سوره نحل ۱۲۶ آيت چي تا راوړی دی، په هغه کي رسول ع مخاطب سوی دی. وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُم بِهِ ۖ وَلَئِن صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِّلصَّابِرِينَ ترجمه (کابلی تفسير): اوكه عذابوۍ تاسې ( څوك ) نوعذاب وركوۍ په مثل د هغه عذاب سره چې عذاب كړى شوي يې تاسې په هغه سره، اوخامخاقسم دى كه صبروكړتاسې ( په طاعت مصيبت اوله معصيت اوانتقام نه ) نوخامخادغه ( صبر ) خير( غوره ) دى ( له انتقام نه ) صابرانوته تفسير (کابلی تفسير): تفسير : يعنې دتبليغ اودعوت په لاره کې که تاته ډيرې… نور لوستل »

Hameed

مسلم صاحب زه مفتی نه یم چی فتوا ورکړم بلکه زه د علماو فتوا را نقلوم دا کوم آیتونه چی تا را نقل کړی درست دی او زه هم درسره موافق یم ولی اور ترینه مستثنی ده ځکه رسول کریم (ص) هیڅکله هم چا ته پری سزا نده ورکړی بلکه ممانعت یی کړی او په تایید کی یی ګڼ شمیر احادیث په بخاری او ابوداود کی نازل شوی چی حافظ ابن حجر په فتح الباری کی صحیح ګڼلی او دامام ابوحنیفه صاحب هم همدا نظر ده چی په اور باید چاته سزا ورنه کړل شی زه له تا نه پوښتنه… نور لوستل »

Hameed

منظور می له منسوخ شوی آیت نه فمن اعتدی علیکم نده

Hameed

په بخښنی سره یعنی ده

محمد

بعضي ويډیوګاني دښمن چوړوی لکه مخکی چې یی د یو کوچني ویډیو جوړه کړیوه او بیا یی خپله افشا کړه

hanafi

ګرانو ورونو ښو ته به ښه وایو بدو ته به بد وایو که څوک یې کوي

غوربندي

ایا دې بدبخته پیلوټ په سُني عرب میشتو سیمو باندې ګلونه او شبنم یخې اوبه شیندلې؟ ددې پیلوټ خون د پاچا عبدالله په غاړه ده ځکه د هغه د شخصي شوق، سیاست او رایی قرباني شو . زه باور لرم چی عام اردنی وولس کله هم نه خوښوي چې د دوی الوتکې په عراق کې د ایران او امریکا د ګټو لپاره په خپلو سُني عرب میشتو سیمو باندې بمباری وکړي. غرب غواړي عرب له عرب او مسلمان له مسلمان سره په جګړو او ناپایه دښمنیو کې اخته کړي. د عربي او اسلامي هیوادونو واکمنو ته په دې مسایلو کې… نور لوستل »

Hameed

وروڼو ګر چی امام شافعی او د شافعی علماو یوه ډله په اور سوځولو او دهر ناروا بالمثل عمل په انجامولو قایل دی خو د خپلی مدعا د ثبوت لپاره هیڅ صحیح حدیث نه لری او د و من اعتدی علیه آیت په عمومیت استدلال کوی چی د جمهورو د مذهب خلاف ده او امام شافعی د اور دسوزولو په باره کی داسی وایی چی هغه وخت به په اور هم سوزول کیږی چی مقتول یی په خپل لاس او قصدا اور ته ور غورزولی وی غیر له هغه نه په اور د سوزولو اجازت یی نشته

الله نور

الجزاء من جنس العمل هو كمان مشي يحرق الناس العين بالعين والسن بالسن

الحاج استاذ بیانزی

دا فیس بوک او رسنی دی !!! هر څوک هر څه هر څه وایی ، ایات او حدیث له کوم کنج او کنار څخه راباسی ، غلط یی تعبیروی ، دا چه د اسلامی هیوادونو د کفارو غلامان په مسلمانانو بمباری کوی ، د غوربندی صاحب او نورو ورونو خبره دغه نامرد او ملحد پیلوټ په دغه خلکو اور نه شیندلو نه یی وژل ؟ ؟ او د جا او څه د پاره یی وژل ؟ ځینی تیروتلی او ناپوهه ، د اسلام په اصلی مفهوم او ماهیت خبر نه دی ، د خپلی خیټی څخه هر څه راباسی او… نور لوستل »

Hameed

استاد بیانزی صاحب اول خو سلام او احترامات دا د ‌ډالرو او پیسو خبره نده او نه ما دکفر طرفداری کړی ما پورته خپل نظر نده ورکړی بلکه د علماو بیلا بیل نظریات می ددی موضوع په هکله بیان کړی او د ارجح قول ننګه می کړی ده چی د اهل سنت والجماعت د ټولو فقهی مذاهبو دعلماو په اتفاق ده. د اسلام تر نامه لاندی باید هری کړنی ته اجازه ورنه کړو چی بیا د اسلام راتلونکی ته خطرناک ثابتیدلای شی دا اوس ډیر مسلمانان له کفارو سره بندیان دی ددوی دا کار کفارو ته له هغو بندیانو سره… نور لوستل »

الحاج استاذ بیانزی

دروند ورور حامد صاحب السلام علیکم : زما مطلب مشخص تاسی نه یاست ، زه که د داعش مجاهدینو سره اړیکی ولرلی شم ، دا به ورته ضرور ووایم ؛ دغه پیلوټ چه دوی په اور سیزلی د اسلامی حکمت له مخی د دوی د پاره ښه نه وو ، لکه ستاسی خبره دشمنان به هم ذ ادعا وکړیذ غچ اخستنی ادعا کوی او هم به مجاهدین بدنام کړی . زه یی د اسلامی حکمت له مخی نه تاییدووم ، مګر د اسلامی فتوی له مخی مرګ مرګ دی خصوصا هغه مرګ چه تا وژنی او بیا یی ته وژنی… نور لوستل »

ډاکتر احمدی

اسلامی دوت خو داسی کار کوی چی خپله پښی په تیشه وهی اردن د ورځی ۲-۳ بمبارده کول اوس تر ۱۲ بمبارده هم کوی

دایی ګټه وه اسلامی دولت ته او بله داچی د اسلامی دولت به نوم دا ډله خو هیڅ بل اسلامی ډله یا تحریک نه منی حتی د طالبانو تحریک نو ځه حیران یم کیدای شی دوی د یو بل هدف لپاره جوړه شوی ډله وی …. والله اعلم

دا کار یی سم نه وو

حمزه{صادق}

سلامونه ومني اول خو داجي داكتر احمد داسي غت دروغ ويلي جي مي كوي بوخنه دوهم داجي اسلامي دولت يعني اسلامي خلافت داوس نه يوكال مخكي دطالبانوصفت كري اوتولو افغانانوته يي داوسبني خطاب كري هغه غته ويديو ده اوس يي تول نشم ليكي خودملا عمر ديرزيات صفت يي هم كري به هغه ويديوكي اوبل داجي هغه بيلوت خلك به بمبار سوزول دوي هغه وسزو ادمسلمانانو قصد يي تري واخست دمسلم ورور خبر صحيح ده اودي بيلو ت سره يي سم كار كري

Back to top button
18
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x