نړۍ

اردن یوه عراقۍ میرمن او یو بل عراقی اعدام کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د اردن چارواکو اعلان وکړ، چې د «اسلامي دولت» ډلې له خوا د اردني پېلوټ تر سوځولو وروسته یې یوه عراقۍ میرمن او یو بل عراقی نن سهار اعدام کړل.

د اردن چارواکو عربي رسنیو ته وویل، چې دوی تېره شپه د معاذ الکساسبه د وژنې د ویډیو له تر لاسه کولو څو ساعته وروسته د ساجده الریشاوي او زیاد الکربولي د اعدامولو پریکړه وکړه.

د دوی په خبره، ساجده الریشاوي نومې عراقۍ میرمن  چې له پخوا نه په اعدام محکومه وه او له القاعده سره د تړاو تر څنګ پر دې دا تور هم لګیدلی و، چې  غوښتل یې په ۲۰۰۵م کال کې  په عمان کې په ځان پورې تړلو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، خو هدف ته له رسېدو مخکې په اردن کې ونیول شوه.

همداراز  بل عراقي تن زیاد الکربولي هم له القاعده شبکې سره د تړاو او د اردن د ملي ګټو د ګواښلو په جرم په اعدام محکوم و.

سرچینې ویلي، چې ساجده الریشاوي او زیاد الکربولي نن ګهيځ د سپېدو چاود مهال «سواقه» زندان ته، چې معمولا پکې د اعدام سزاوې پلي کېږي، ولېږدول شول او په سمدستې توګه دار ته وخېږول شول.

ویل کېږي، چې اردن به ډېر ژر پنځه نور کسان هم اعدام کړي.

د اردني پېلوټ له سوځولو وروسته د اردن سربېره د امریکا او اروپا ډېری مشرانو د «عراق او شام د اسلامي دولت» ډلې دغه عمل په کلکه غندلی.

د انګلستان لومړي وزیر ډيويډ کامرون، د ملګرو ملتونو عمومي منشي بانکي مون، د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د جاپان لومړي وزیر شینزو ابي د معاذ الکساسبه دا ډول وژنه دردونکې او د غندنې وړ بللې.

په ورته وخت کې د اردن پاچا عبدالله ، چې دا وخت د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي سي کې دی،د «اسلامي دولت» ډلې دغه کړنه وحشیانه او ځمکه لړزونکې بللې او په وینا یې «د اردن» او «د اردن خلکو دښمنان» به کله هم ونه بخښل شي او هرومرو به د خپل عمل سزا وویني.

اردني چارواکو په یوه خوله د اعدامونو د لړۍ د توندولو خبرداری ورکړی.

راپورونه وایي، چې «اسلامي دولت» څو ځله د معاذ په بدل کې له اردن څخه د ساجده الریشاوي د تبادلې غوښتنه کړې وه، خو د اردني چارواکو له لورې د ځواب د ځنډیدا له کبله  اړ شول، چې دغه اردنی پېلوټ له منځه یوسي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx