افغانستان

خوست والي: دبهرنيو ډونرانو څخه په اخېستل شويو پروژو کې قرارداديان خيانت کوي!

khost_waliد خوست ځایې چارواکي وایې چې،په خوست کې شته قراردادیانپه پروژو سرته رسولوکې د زړه له اخلاصه کارنه کوي اودرغلۍ کوي .

خوست والي عبدالجبارنعیمي وایې چې د ملګرو ملتونو د بهرنيو ډونرانو څخه اخېستل شوي پروژې زياتره په دويم او دريم لاس خرڅیږي، چې ولايتي ادارې ته د پلي کېدونکي پروژې په اړه مالومات هم په سم ډول سره په  واک کې نه ورکوي،

چې له امله يې دبيارغونې د پروژو ساختماني چارې په ډېر ټيټ کيفيت سره سرته ورسيږي .

نعیمي وویل ، په دې ډول پروژوکې زیاتره وخت په پروژه باندې له لږ کار کولو وروسته  قرارداديان د خپلو شخصي ګټو په خاطر اړونده ډونر ته ناسم مالومات ورکوي ، چې دامنيتي ستونزو له کبله پروژه  سرته نه شي رسولي .چې په دې سره ټاکل شوي بودجه په  هوايي ډول د هغه جيب ته ځي او د خوست خلک د بيارغونې له پروژې محروم کیږي

خوست والي عبدالجبارنعيمي په دې اړه له قومي مشرانو او ديني عالمانو غوښتنه وکړه، چې په سيمو کې د داسې پروژو او قرارداديانو په هکله سم د لاسه مالومات شريک او په ګوته کړي ، ترڅوددې ډول کارونه مخه ونیول شي.

نوښت خوستی خوست

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x