افغانستان

د ټاکنو کمیسیون: د اروپايي ټولنې د سفیر څرګندونې ښکاره لاسوهنه ده

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۳): د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې د ټاکنیزو کمیسیونونو په اړه د اروپايي ټولنې د استازي څرګندونې د دوی په چارو کې د د ښکاره لاسوهنې معنی لري.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اروپايي ټولنې د استازي فرانسس میشل میلیبن له ځینو رسنیو سره په خبرو کې د دې کمیسیون او د دو د شته کړنلارې په صورت کې د ټاکنو ترسره کول نا ممکنه ګڼلي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مسوولین وايي چې دا څرګندونې د ټولو ډيپلوماتیکو رسمونو او موازینو خلاف دي او د دوی په خبره ښکاره لاسوهنه يې بولي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون په خبرپاڼه کې راغلي چې د اروپايي استازي په دې څرګندونو سره د دوی خپلواکي او بې پريوالی نا څيزه ګڼلې دي، چې د دوی په خبره دا ډول څرګندونې ستونزې را ډېرولای شي، د دې پرځای چې ستونزې حل کړي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخپله خبرپاڼه کې په کلکه غوښتي چې ټول افغانستان مېشتي ډيپلوماټیک بنسټونه او سیاسي ډلې دې پخپلو داسې څرګندونو چې تر شا يې سیاسي موخې پرتې وي، د دوی په خبره ملي پروسې نه زیانمنوي.

د اروپايي ټولنې استازي په داسې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون شته مشران او کړنلاره ناسمه بولي چې ټاکل شوې په ټاکنیز نظام کې د سمون لپاره هڅې وشي.

یاده دې وي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشرۍ په تېرو اوږدو ټاکنو کې خپل باور د دې ټاکنو د پایلو په نه اعلان کې، لا زیانمن کړ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x