نن په انځورونو کي

د ننګرهار پوهنتون د لیلیې ودانۍ ځورونکی حالت – (انځوریز راپور)

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د ننګرهار پوهنتون چې د هېواد یو له وتلیو او مهمو پوهنتونونو څخه دی، د لیلیو ودانۍ یې د کنډوالو انځور وړاندې کوي.

لیکوال او شناند نظرمحمد مطمئن چې ننګرهار پوهنتون ته یې په دې وروستیو کې سفر کړی، نن ټکی اسیا ته د پوهنتون د لیليې ځورونکي انځورونه رالیږلي دي.

nangarhar_univ Hostels 1j
يو محصل د اطاق د باندي د برنډې په نرې دیوال باندي ناست، د بلاک شا لوری ؤ، يوه پښه يې د برنډې دننه او بله يې د باندي ځړیدله، کاغذونه (چپټر) يې په لاس کې ؤ. وروسته دوه شول اوهلته ناست و.

 

nangarhar_univ Hostels 1
د ننګرهار پوهنتون ودانۍ پخوا ډيرې ښې وې، د لیلیو دننه خوړنځای، مسجد او بهر هر څه یې ښه منظم و.
nangarhar_univ Hostels 1;
پخوا يې د اوبو سیسټم پکې ښه منظم او سم کار کاوه. تشنابونه يې د کارولو وړ او سم و.
nangarhar_univ Hostels 1'[po
په هره کوټه کې له ۳-۵ محصلین اوسیدل، تر ۵ زیات کسان به په ځینو کوټو کې وه، چې هیڅ کوټه کې بیا تر ۶ محصلین زیات نه و. د هر بلاک په سر کې يوه لویه کوټه وه، چې دوه اطاقه سره يوځای شوې و هلته پکې د ۱۰ – ۱۲ محصلین اوسیدل.
nangarhar_univ Hostels 1as
پخوا د استادانو معاشونه ډیر زیات کم و، چې په هیڅ ډول د پوهنتون استاد د معاش سره نه شي مقایسه کيدای، مګر پرته له دي چې هغوی څوک و د کومې عقیدې لرونکې و، په ډیر شوق او مسؤلیت سره يې محصلینو ته ښه درس ورکاوه.
nangarhar_univ Hostels 1asdag
خو اوس؛ د لیلیه اطاقونو هغه پخوانۍ زړې دروازي نور له ترمیم څخه وتلي ښکاريدلي، دومره خرابې شوې وي، چې اصلا نور نو د استعمال او کارولو وړ نه ښکاريدي، د ځینو اطاقونو درازي سرې، د ځینو شنې او د محصلینو خپله خوښه چې هر ډول رنګ يې ورته انتخاب کړی ؤ چې ډیرې بدې ښکاریدلي. دا ډول د ځینو دراوزو د پلو (د لرګۍ تخته) پر ځای اوسپنیز چادرونه محصلینو پري ټک وهلي و.
nangarhar_univ Hostels 1b
د اطاقونو او دهلیزونه همهغه پخوانی رنګ و چې ۲۲ کالونه مخکې ما لیدلي ؤ، او دغه رنګ تر موږ هم مخکې همدې بلاکونو ته ورکول شوې و.
nangarhar_univ Hostels 1bb
د لیلیې دننه د یوې کوټې محصلینو ویل: « موږ په همدې لوی اطاق کې ۱۸ تنه اوسيږو، د اطاق په منځ کې يې نرۍ د کارتن لرګينې تختې درولي وي، او دغه لوی اطاق يې په دوو برخو وېشلی وو.»
nangarhar_univ Hostels 1cx
کوچنیو اطاقونو کې ۸ او ۹ تنه محصلین اوسیږي، په رښتیا هم په هغه کوچنیو اطاقونو کې د دومره کسانو يوځای اوسیدل ډیر ستونزمن ښکاري.
nangarhar_univ Hostels 1d
لیلیه هم يواځي نويو جذب شوو محصلینو ته ورکول کیږي، د لوړو صنفونو محصلینو ته له دي امله لیلیه نه ورکوي چې هغوئ بیا لاریونونه کوي، او د ننګرهار اسلامي پوهنتون محصلین د دولت د ځینو چارواکو له خوا په ډول ډول نومونو متهم شوې.
nangarhar_univ Hostels 1sdfg'
د پخوانيو لیلیه بلاکونو اطاقونه دومره خراب چې د اوسیدو له پاره مناسب نه و، تشنابونه خو يې داسې وو چې تر خلاصولو وتړل شي، ښه به وي.
nangarhar_univ Hostels 1sdfp
مطمئن وايي: درې نفره د لیلیې د پنځم بلاک مخکې ناست و، لوبیا ورته ايښې وه، او ډنډ اوبه پکې ولاړې وي، په خوند خوند يې خوړله، ډیر ټینګار يې وکړ چې ډوډۍ ورسره وخورو، د خدای پاماني مو وکړه او د پوهنتون دغه حالت مې اوس هم ځوروي.
nangarhar_univ Hostels 3
د لیلیه بلاکونو د تشنابونو د باندي لوری ډیر په بد حالت کې لیدل کیدی، نوي پلاسټیکې پایپونه ورڅخه راوتلي ؤ، داسي معلومیدله چې د بندیدو له امله يې غیرتخنیکې نوي پایپ کاري پکې شوې ده.
nangarhar_univ Hostels 1fh'
لیلیه اطاقونو هغه پخوانۍ زړې دروازي نور له ترمیم څخه وتلي ښکاريدلي، دومره خرابې شوې وي، چې اصلا نور نو د استعمال او کارولو وړ نه ښکاريدي
nangarhar_univ Hostels 1l
د ګډ حکومت مشرانو هم د ټاکنو د کمپاین پرمهال د ننګرهار له خلکو سره ډول ډول وعدې وکړي، چې يو پکې د بهسودو د پل جوړول او ترمیم ؤ، نه به د بهسودو پل جوړ شي او نه به د ننګرهار پوهنتون لیلیه له بد حالت څخه وژغورل شي. خو که د ننګرهار خلک او د پوهنتون اداره مټې پسې راونغاړي دغه دواړه کارونه کيږي.

 

nangarhar_univ Hostels 1n

nangarhar_univ Hostels 1s;

nangarhar_univ Hostels 1s[

nangarhar_univ Hostels 1s]

nangarhar_univ Hostels 1sas

nangarhar_univ Hostels 1sds

nangarhar_univ Hostels 2

nangarhar_univ Hostels 4

nangarhar_univ Hostels 12

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x