افغانستان

غزنی: د امنیتي شرکت او بهرنیانو تر منځ په نښته کې څلور تنه امنیتي ساتونکي ووژل شول

privete_security_gaurdsنن ټکی آسیا: د امنیتي شرکت د ساتونکو او بهرنیو ځواکونو تر منځ په نښته کې ۴ تنه د شرکت امنیتي ساتونکي وژل شوي دي، او یو شمېر يې د بهرنیو ځواکونو له خوا نیول شوي.

د غزني ولایت څخه یو امنیتي چارواکي خبر ورکړی چي تیره ورځ مازیګر د غزني ښار د پي آر ټي مرکز ته نیژدې د قدرت په نوم د یو امنیتي شرکت د ساتونکو او بهرنیو ځواکونو تر منځ جګړه وموښتله، چي له امله يې د شرکت څلور تنه ساتونکي ووژل شول.

د سرچیني په قول د نښته ورسته بهرنیو ځواکونو د شرکت مشر قدرت د یو شمیر نورو ساتونکو سره له ځانه سره بیولی.

د ایساف رسنیز مرکز ددې پيښي څخه انکار کړی او زیاته کړې چي دوی تیره ورځ په دغه سیمه کې عملیات وکړه، او په ترڅ کې زیات شمیر وسلې او جنګي سامان الات وموندل، او ورسره يې په یوه کور کې څلور تنه مړي او ۱۴ نور ملکي کسان په ټپي حالت کې وموندله، چي ایساف له ځانه سره د درملني په خاطر بوتله.

باید وویل شي چي قدرت امنیتي شرکت په غزني کي یو مشهور امنیتي شرکت دی، چي د بهرنیو ځواکونو د کاروانونو ساتنه کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x