
ننګرهار کې طالبانو یوه امریکايي چورلکه را نسکوره کړې
نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): طالبانو نن سهار د ننګرهار ولایت د نازیانو ولسوالۍ د لال منډۍ په سیمه کې یوه امریکايي چورلکه ویشتلې او رانسکوره کړې ده.
د طالبانو ویاند نن ټکی اسیا ته په رالیږلې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه امریکايي او ورسره ملاتړو افغان عسکرو په یاده سیمه کې د ملکي خلکو د ځورونې په موخه چاپه ووهله چې له سخت مقاومت سره مخ شول.
ذبیح الله مجاهد وايي، چې جګړه تر سهاره روانه وه. د نوموړي په وینا، سهار مهال یوه امریکايي چورلکه چې ګڼ شمیر عسکر یې انتقالول د دوی لخوا وویشتل شوه او رانسکوره شوه.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې په هلیکوپټر کې ټول سپاره کورني او بهرني عسکر له منځه تللي دي.
د یادونې ده، چې د روان میلادي کال له پيل سره جوخت امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل دیارلس کلن محاربوي ماموریت په رسمي توګه ختم کړ.
مګر د څه باندې یو میاشتې په تيریدو سره لا هم د هیواد په ځينو سېمو کې د بهرنیو ځواکونو له لورې د هوايي او ځمکنیو عملیاتو راپورونه ورکول کېږي.
همداراز پر پلازمېنه – کابل- سربېره په ځيني نورو ولایتونو کې خو لا د دغه اعلان سربېره د بهرنیو ځواکونو ګزمې او قواووې د طالبانو تر بریدونو لاندې هم راغلي،چې د دغو ځواکونو د نظامي فعالیت او محاربوي شتون په اړه یې ډېری افغانان شکمن کړي.