جوزجان: په چاودنه کې د سرحدي پولیسو پنځه تنه عسکر ووژل شول
نن ټکی آسیا: د جوزجان ولایت د قرقین په ولسوالۍ کې د یوې چاودني له کبله ۵ تنه سرحدي پولیس وژل شوي دي.
د جوزجان ولایت څخه امنیتي سرچینو خبر ورکړ چي نن ماسپښين د یادي ولسوالۍ د دینار په سیمه کې د سرحدي پولیسو پر رینجر ډوله موټر باندي ماین وچاودیدی، چي له کبله يې په موټر کې سپاره د سرحدي پولیسو دوه تنه افسران د دریو تنو نورو پولیسو سره ووژل شول.
دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چي د پيښي مسؤلیت يې هم منلی، زیاته کړې چي په دغه چاودنه کې د سرحدي پولیسو قومندان میراجان او دهغه مرستیال ګنجه خان د خپلو دریو تنو ساتونکو سره وژل شوي دي.
په یوه بله وروستۍ پيښه کې چي نن د جوزجان ولایت د امنیه قومندانۍ مخي ته را منځته شوله، په اړه يې د جوزجان مسئولین وايي، چي یو تن سرښندونکي بریدګر چي پر موټر سایکل سپور وو، د پولیسو پر یوه رینجر ډوله موټر يې برید وکړ، چي له کبله يې یو تن پولیس مړ او درې تنه ملکي وګړي مړه او د یوه پولیس په ګډون لس تنه ملکيان ټپیان شول.
خو د طالبانو له خوا ددې خبر په اړه تر اوسه کوم راپور نه دی ورکړه شوی.