افغانستان

ننګرهار: ترافیکي پېښه کې څلور تنه ووژل شول

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د جلال اباد – تورخم په لویه لاره په ترافیکي پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي چې پېښه د یو کرولا موټر او ټایلر ترمنځ شوې ده، چې په کرولا کې سپاره ټول کسان ځای پر ځای وژل شوي دي.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي هم وايي چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د جلال اباد – تورخم په لویه لاره د روداتو ولسوالۍ د سره دېوال په سیمه کې په ترافیکي پېښه کې څلور تنه وژل شوي دي.

د روداتو ولسوالي چارواکي وايي چې پېښه د ټایلر او کرولا د چلوونکو د بې احتیاطي له امله رامنځته شوې ده.

عیني شاهدان وايي چې په پېښه کې کرولا او ټایلر دواړه سوځیدلي دي او د ټایلر چلوونکی د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

د ترافیکو پېښو ګراف په دې وروستیو کې مخ پر لوړتیا ښوودل شوی، چې ډېری وخت يې علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x