ټکنالوژي

سامسنګ د نوي مبایلونو بیو په اړه معلومات بازار ته وړاندې کړل

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): سامسنګ کمپنۍ تاییده کړې چې غواړي خپل نوی سمارټ فون سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ راتلونکې میاشت کاروونکو ته وړاندې کړي.

سامسنګ کمپنۍ به خپل دغه نوی سمارټ فون د مارچ میاشتې په لومړۍ ورځ د هسپانيي په بارسلونا ښار کې کاروونکو ته وړاندې کړي. ټکنالوژي څیړونکو په وینا د سامسنګ دغه نوی سمارټ فون به د کاروونکو توجه جلبولو کې بریالی شي.

د ځینې راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ به خپل ګیلیکسي ایس ۶ او ګیلیکسي ایس ایج (Galaxy S Edge) د دغې کمپنۍ نورو سمارټ فونونو په پرته په اوچت بیه خرڅوي.

ځینې راپورونو پر بنسټ سامسنګ کمپنۍ به خپل نوي سمارټ فونونه په لاندې بیو کاروونکو ته وړاندې کوي:

– سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ له ۳۲ ګیګابایټ وړتیا سره په ۷۴۹ یورو
– سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ له ۳۴ ګیګابایټ وړتیا سره په ۸۴۹ یورو
– سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ له ۱۲۸ ګیګابایټ وړتیا سره په ۹۴۹ یورو
– سامسنګ ګیلیکسي ایس ایچ له ۳۲ ګیګابایټ وړتیا سره په ۸۴۹ یورو
– سامسنګ ګیلیکسي ایس ایج له ۶۴ ګیګابایټ وړتیا سره په ۹۴۹ یورو
– سامسنګ ګیلیکسي ایس ایج له ۱۲۸ ګیګابایټ وړتیا سره په ۱۰۴۹ یورو

ځینې کارپوهانو په وینا د سامسنګ کمپنۍ ګیلیکسي ایس ایج سمارټ فون به ۸۳۷ او ۹۶۴ امریکايي ډالر ارزښت ولري خو نندارتون ته له وړاندې کیدو وروسته به دغه کمپنۍ خپل سمارټ فونونو لپاره وروستۍ بیې وټاکي.

له پورتنیو بیو نظر کې نیولو سره سامسنګ ګیلیکسي ایس ۶ به په امریکا کې کاروونکو ته د ۶۹۹ او ۷۹۹ امریکايي ډالرو په بیه وړاندې کیږي. په داسې حال کې چې د دغې کمپنۍ بل سمارټ فون ګیلیکسي ایس ایج به په ۷۹۹ او ۸۴۹ امریکايي ډالر کاروونکو ته وړاندې شي.

خو کاروونکي دې نه خپه کيږي ځکه چې د سامسنګ ګیلیکسي ایس ۵ له ۱۶ ګیګابایټ وړتیا سره بیه ۷۹۹ امریکايي ډالر و چې اوس دغه سمارټ فون یوازې ۵۱۹ امریکايي ډالر په بدل کې کاروونکو ته وړاندې کیږي نو د دغو سمارټ فونونو بيې به هم ډیر ژر کم شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x