ټکنالوژي

مایکروسافټ خپل نوی سمارټ فون هم په ټیټه بیه وړاندې کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): مایکروسافټ کمپنۍ خپل نوی سمارټ فون د مایکروسافټ لومیا ۵۳۵ په نامه کاروونکو ته وړاندې کړ.

دغه سمارټ فون ۱.۲ ګیګاهرتز سنپ ډرایګن ۲۰۰ (Snap Dragon 200) پروسېسر لري. دغه سمارټ فون به ۱ ګیګابایټ رېم او ۵ میګاپکسله کامره ولري. دغه سمارټ فون ۵ انچه ۹۶۰*۵۴۰ پکسله ډسپلې هم لري.

د مایکروسافټ کمپنۍ دغه سمارټ فون به د وینډوز ۸.۱ اپریټنګ سیسټم سره کاروونکو ته وړاندې شي. مایکروسافټ کمپنۍ اوسمهال یوازې انګلستان کې دغه سمارټ فون کاروونکو ته وړاندې کړی.

مایکروسافټ کمپنۍ له دې وړاندې د دغې سمارټ فون لپاره کوم خاص قیمت نه و ټاکلی خو اوسمهال دغه سمارټ فون د ۸۹.۹۵ پاونډ چې ۱۳۵ ډالره کیږي په بیه کاروونکو ته وړاندې شوی.

دغه سمارټ کې د مایکروسافټ کمپنۍ تر ټولو وروستۍ بڼه یعني د وینډوز ۸.۱ اپګریډ شوی بڼه پورته شوی او کاروونکي کولی شي له ټیټې بیې سره له دغه نوی وینډوز نه خوند واخلي.

مایکروسافټ کمپنۍ لومیا ۵۳۵ کې د دغې کمپنۍ ځینې وروستۍ او نوي سافټ وییرونه لکه سکایپ، افس او ون ډرایف (One Drive) هم پورته کړی.

د کمپنۍ په وینا دغه سمارټ فون به کاروونکو ته په نارنجي، سپین، تور، توربخن او دوه نورو رنګونو کې وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x