افغانستان د استرالیا ویسټرن ډسټرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د تمریناتي لوبو په لړ نن ملي لوبډلې د استرالیا ویسټرن ډسټرکټ لوبډلې سره لوبه وکړه او دغه لوبه يي په پنځه ویکټو وګټله.

د استرالیا په اډیلیډ ښار کې تر سره شوی دغه لوبه کې سیالې لوبډلې لومړۍ توپ وهنه وکړه او ټاکل شوي پنځوس اورونو کې يي خپل ۹ لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۱۱ منډې جوړې کړې.

افغان توپ اچووونکو غوره توپ اچونه وکړه او سیالې لوبډلې ته يي د اوچت هدف ټاکلو چانس ورنکړ. نننۍ لوبه کې د افغانستان لپاره حمید حسن، دولت ځدران، افتاب عالم دوه دوه ویکټې او سمیع الله شینواري یوه ویکټه واخیسته.

نننۍ لوبې توپ وهنې په برخه کې هم ملي لوبغاړي ښه وځلیدل او غوره لوبه يي نندارې ته وړاندې کړه. ملي لوبډلې ټاکل شوی هدف یوازې پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره پوره او دغه لوبه کې يي ویسټرن ډسټرکټ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دغه یو ورځنۍ لوبه کې د افغانستان لپاره نوروز منګل تر ټولو غوره وځلید او ۷۷ منډې يي جوړې کړې. اصغر ستانکزی ۴۰، عثمان غني ۳۰ او محمد نبي عیسی خیل ۲۰ منډې جوړې کړې.

نړیوال جام د فبروري میاشتې له ۱۴مې پیلیږي چې د افغانستان لومړۍ لوبه به د بنګله دیش په خلاف د فبروري په ۱۸مه ترسره کیږي.

له نړيوال جام وړاندې د فبروي په ۱۰مه به افغانستان په یو تمریناتي لوبه کې د هندوستان په وړاندې لوبه وکړي. له هندوستان سربیره افغانستان به د متحده عربي امارات او بنګله دیش لوبډلو سره هم تمریناتي لوبې ترسره کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د