رحیم بریال، د بګرام پخوانی زنداني

له ښوونځي نه تر بګرامه! -لسمه برخه

رحیم بریال

اوبه بندې شوې زما سترګې لاسونه او بدن ټول له صابونه ډک و ،سترګو مې سخت سوخت کاوه عسکرته مې ورنارې کړې چې :

نو فینیش پلیز!،

ون مینیټ !

،سوپ ، سوپ!!

نور خو په انګلیسي نه پوهیدم ، له صابونه ډک لاسونه مې ورښکاره کړل خو عسکر اوسپنیزه دروازه په لغتو ووهله لدې سره ، لسو یوولسو کسانو له نا معلوم ځایه ویروونکي رمباړې ووهلې اوپه پښتو یې دا نارې کولې چې :

زړ شه ،زړشه!!
زړشه،زړشه!!

تقریبا لس یوولسو نفرو په یو اواز دا نارې وهلې. . ، یو ځل نه ، بلکې په لسګونو ځله. .. ،همداسې دا نارې جارې وې، چې تر څو زه را وتلی نه وم ،له را وتلو وړاندې مې زر زر په نیږدې رومال (دستمال) باندې ځان ،مخ اولا سونه صفا کړل او ترڅنګ په دیوال ایښي سرې جامې مې په بیړه واغوستلې ،زه سخت وارخطا وم، له ډیرې وارخطایی مې رنګ تک ژیړ اوښتی و، په مخ کې مې یوه زره وینه هم نه لیدل کیده. په دې ویره کې وم چې بهر خو به ووزم؛ خو عسکر به مې خدای خبر چې ژوندی پریږدي ،شاید همداسې به مې ژوندی تر ستوني تیر کړي ،بهر مې یوازې یو عسکر تر سترګو کیده؛ خو اوازونه بیخي ډیر راتلل ، زه ددروازې په لورې هم تلم او د اواز کوونکو د لیدو هڅه مې هم کوله، اوازونه دپاس لورې راتلل؛ خو زه لاندې په ځمکه وم ،پاس مې سترګې وغړولې؛ خو تیزو نظر وړونکو لایټونو مې ستر ګې وبریښولې ،په هغه وخت راته هیڅ پته ونه لګیده، چې اوازکوونکي عسکر چیرته او اصلي تعداد یې څومره و؛ خو وروسته له دوو میاشتو چې له یوې ډلې بندیانو سره یوځای همدې حمام ته راغلم؛ نو ومې لیدل چې پاس په يوه لوړ چت باندې یو څو عسکر پیره کوي، چې لاندې ټول بندیان دغسل پرمهال ښکاري خو د تیزو لایټونو له وجې هیڅ بندي ته هم پته نه لګیږي ،نوي بندي ته به د یوه دوو پر ځای لس یوولس نفره دریدل، چې ټولو به په یو اواز رمباړې وهلې.

داسې هم ویل کیدل چې د نوي تازه راغلي بندي لپاره یې پاس په چت باندې ویډیویې کمرې نسب کړي او د ده له وارخطایی څخه د خوند په موخه ویډیویي ثبت کوي .

دا خبره زموږ لپاره د مرګ څخه هم سخته وه ،فکر به مو کاوه چې ،که چیرې دا خبر رښتیا وي او دې وحشیانو د بندیانو څخه د غسل کولو پرمهال ویډیویي ریکارډ ثبت کړی وي؛ نو موږ افغانان به څه کوو؟

ایا زموږ لپاره مرګ بهتر ندی؟.

پدې کې هیڅ شک نشته، چې دا دانسانیت ،حیا او عزت دوښمنان به ضرور یوه ورځ شکست خوري او له دې خاورې به په ټیټو سترګو وځي ؛خو پدې کې هم شک نشته چې له خپلې شرموونکي ماتې وروسته به یوه ورځ په سي این این اویا نورو امریکایي رسنیو،اخبارونو اوټلویزیونونو دهمدغو باشهامته افغانانو عکسونه او ویډیوګانې خپروي چې د غسل پر مهال یې په ناخبرۍ کې اخیستي وي.

یوازې مونږ خو نه و،ډیر لوړ لوړ شخصتونه وو، د کندهار،هلمند ،زابل . . . . او نورو ولایتونو ستر ستر دیني او علمي شخصتونه بندیان وو.

یوه ورځ راته دحزب اسلامي مشهور قوماندان قلم د خپل وخت خبره کوله ویل یې راته چې بچو! ته پدې مه خفه کیږه چې امریکایانو به موږ د غسل په حال کې لیدلي وو. دا ډیره کوچنۍ خبره ده ،که زه دخپل وخت کیسه درته بیان کړم په ځان به شکر وباسې!

بیا یې زیاته کړه، چې یوه ورځ یې دغسل لپاره موږ شل کسیز ګروپ بوتلو، چې یو څه پکې سیاسي لوړ پوړي کسان هم وو، یانې د حکمتیار له زوم ډاکټر غیرت بهیره نیولي، د طالبانو د وخت وزیر مولوي نورجلال او یوه بل ستر عالم مولوي دستګیر پورې ټول یو ځای وو ،کله چې حمام ته ورسیدو، عسکرو امر وکړ ،چې جامې همدلته وباسئ، موږ د غسل څخه انکار وکړ ،عسکرو یو څو نفر په وهلو ډبولو مجبور کړل ، چې جامې له حمامونو دباندې وباسې ان تر دې چې د دې اجازه یې هم نه ورکوله، چې په خپلو شرم ګاوو لاس کیږدي ،وایې ،موږ د کشرانو بندیانو نه د حیا له وجې سترګې پټې کړې؛ خو سترګو پټولو ته یې هم نه پریښودو بالآخره موږ ته یې هم د جامو ویستلو امر وکړ؛ خو موږ بیا هم کلک انکار وکړ .له دې سره یو څو ځواکمن عسکر په مولوي دستګیر باندې ورپریوتل دومره یې ووهلو چې ان بې هوشۍ ته نیږدې شو؛ خو مولوي صیب پدې حالت کې هم پخپله خبره ټینګ ولاړ و او ویل یې چې مړ مې کړئ خو جامې نه باسم.

دا و زمونږ د مسلمه امت حال،زموږ د اکابرو او مشرانو حال ،زمونږ د لوړو هستیو او دیني شخصیتونو حال ،افسوس په هغه چا چې د دوی ترڅنګ ولاړ دي او د دوی له منافعو څخه دفاع کوي ،مخې او شاته یې ځي ،د پردیو د ګټو لپاره ځان قربانوي ،خپل ژغورونکي یې بولې ، د ژوند ټولې خوښۍ او هیلې یې په دوی پورې تړلي او . . . .د وطن د ابادۍ، بیا رغاونې په تشو غولوونکو شعارونو یې تیر ایستلي .

ای کاش دا ویده ولس پوهیدای چې دا زموږ دوستان نه، بلکې سرسخته دوښمنان دي ، زمونږ ددین ،ناموس ،عزت او ابرو دوښمنان دي، زموږ د سپیڅلو اسلامي شعایرو او دیني مقدساتو دوښمنان دي .

خو په چا یې منې ،ستا خبره څوګ اوري ؟!

ایا ستا خبرو ته څوک ارزښت ورکوي ؟!

نه ، نه ، نه!!!

دوی خو همدا شعارونه ورکوي چې نور له جنګه ستړي یو ، عمر مو په جنګونو کې تیر شو ،وطن مو وران ویجاړ دی ،ارام ژوند ته ضرورت لرو، پاکستان پنځوس کاله پخوا ازاد شوی او موږ پنځه زره کلن تاریخ لرو؛خو موږ بیا هم په نړۍ کې تر ټولو وروسته پاتې هیواد یو !!

له داسې خلکو سره به څه وکړې، چې د دین غم یې پریښی او د وطن په غم کې بابولالې وایي په دین مو ملنډي ووهل شوې (نعوذبالله) ،قران مو د ګونتاناموز ندان کې د بندیانو په وړاندی کموډ ته واچول شو،دبګرام په زندان کې اور ور واچول شو،دپیغمبر اسلام تحقیر وشو،کارټوني فیلم یې جوړ شو، علما کرام مو په زندانونو کې د ذلت او اسارت شپې تیروي ،دوی بیا هم وایې چې دین خپل ساتونکی او حفاظت کوونکی لري، چې الله وغواړي د دین دوښمنان به په یوه ورځ کې دځمکې له مخه ورک کړې .

ها نو بیا ته د څه لپاره پیدا شوی یې ؟!

ددې لپاره چې د ارام عیش و عشرت ژوند وکړې ؟!شراب او کباب وخورې!؟ ډک شې او تش شې ؟!

عجیب منطق دی ،حیران به شې ! قران ،دین او اسلام یې الله ته پریښي حفاظت او دفاع یې د الله پر غاړه ده او د وطن دفاع او ابادي بیا خپل مسولیت بولي !
وا تش کدو!

الله چې د خپل دین حفاظت کولای شي؛ نو بیا ستا دا یوه لویشت خاوره نشي ابادولی؟! چې وغواړې په یوه ورځ کې به یې سره زر درته وګرځوي ،په «کن فیکون» سره هرڅه کولای شي؛ نو بیا ته ولې ځان ستړی کوې ؟! ولې دې د۴۹ یرغلګرو صلیبي هیوادونو غلامي ته ملا تړلې ؟!
بیا وایې چې الله وایې ته حرکت کوه زه به برکت .

څومره کمزوری دلیل ، د دنیا لپاره حرکت کوه او د دین لپاره حرکت ته ضرورت نشته ،ارام په کور کې کینه،ولې چې ستړي یو!

بس له خیټې به درته شروع وي، نه به یې کوم ایت زده وي اونه کوم حدیث ،دځان دغولونې لپاره به دلایل تراشي او بس.

ویده ولس دې په دې ښه غوږونه خلاص کړي چې نه به بیا رغاونه او ابادي په سترګو وویني او نه به ارام ژوند امن او امنیت،ځکه امن یوازې او یوازې په دین کې دی، په محمدي غرا شریعت کې دی، نه په غربي ډیموکراسی کې ،نه د یهودو نصراوو تر چتر لاندې دغلامي په سیوري کې ….

که د دنیا په وسایلو او اسبابو امن راتلای؛ نو پدې تیرو څوکلونو کې د نیواکګرو په موجودیت کې به امن راغلی وای کنه ؟

خو ښکاره خبره ده، چې په ځمکه د کفر نظام دوام کولای شي؛ خو د ظلم نظام نشي چلیدای !

دوی ظالمان دي ،سړي خواره دي .مسلمان خو لاڅه چې انسانیت ته احترام نلري ،تاو خدای هغه سپین ږیري بوډاګان چې دوی په کلونو کلونو په قفسونو کې اچولي دحیواناتو په سترګه ورته کتل کیږي ؟! بوډاګان لاڅه چې څوارلس کلن نابالغه ماشومان مې ولیدل ،

دا خو معصوم دي ددوی څه ګنا وه ،په کوم جرم یې بندیان کړي؟

خو خیر ماشوم به هم کوم وخت د پلار ملګرو ته یوه پیاله چای راوړی وي دهشتګرو(!) ته به یې یوه ګوله ډوډۍ ورکړي وي، د لیونیانو څه ګنا ده چې هغوی هم دلته پراته دي؟

اغه خو غیر مکلف دي ،نه یې څوک  وژلي او نه له کومې ډلې سره لاس لري ؟

هو ریښتیا خبره ده ،چې دوی بې ګنا دي او هیڅ جرم نلري؛خو په زندان کې د دوی ساتل هم دیو خاص هدف لپاره و،

اغه کومه موخه وه چې دوی یې دلته په بندي ساتلو اړ کړي وو؟

پدې هر څوک نشي پوهیدلی ،یوازې او یوازې هغه څوک چې خپل عقل پکار وا چوي او د یهودو نصراوو له دسیسو څخه اګاه وي .

پاتې دې نه وي چې لیونیان په دې موخه په عامو شل کسیزو قفسونو او کوټه قلفي کې ساتل کیدل، چې ترڅنګ یې نور بندیان د ارام خوب ونکړي ؛ ترڅو د لیونیانو له شور څخه په تنګ راشي او خپل اعصاب له لاسه ورکړي ،امریکایان پدې پلان کې ترپایه بریالي وو، یو لیونی بندي به د نورو لسو پنځلسو بندیانو په څنګ کې اوسیده یو ناڅاپه به جګ شو دروازه او پنجره به یې ووهله ډب ډب به شو نارې به یې وهلې په نیمه شپه کې به یې ټول جیل په سر اخیستی و، بندیان به له خوبه راپاڅیدل امریکایي عسکرو ته به یې شکایت وکړ چې دا لیونی یو بېل ځای ته یې یوسئ او یا یې خلاص کړئ !!

دوی به وعده وکړه لیکن ترهغې به یې بل ځای ته نه بدلاوه، چې تر څو به یې بندیان له اعصابو نه وو خلاص کړي او یا به یې په مظاهره لاس نه و پورې کړی،دوی مجبور وو، چې مظاهره یې کړي وای، ځکه د لیوني خو یو مشکل نه و، کله کله خو به یې پخپل ځای کې جواب چای وکړ اوکله به یې بي ادبي معاف فاضله مواد خوړل، چې دا بندیانو ته د زغملو وړ نه وه ځکه؛ نه یوه ورځ وه، چې تیره شوي وای او نه یو کال ،د کلونو کلونو یوه نامعلومه زندګي وه، چې د پای درک یې نه لګیده.

زمونږ د ولس په تیر تاریخ کې ډیری هیوادوال بندیان شوي ،او په کلونو کلونو یې د اسارت شپې سبا کړي ،خو لږ تر لږه د بند موده او جرم خو به یې څرګند و،دکورنۍ له غړو سره به یې ملاقات کیده او دکورنۍ له حالاتو به ضرور خبریدل ،خو مګر همدا زندان یو داسې سمندر ته ورته و، چې نه یې د سر درک لګیده او نه د پای، یا په بله اصطلاح ، د یو داسې ډله ییز قبر په شان وو، چې د مړو پر ځای ژوندي انسانان پکې د دنیا له هر ډول حالاتو ناخبره ساتل شوي وو.

نور بیا . . . .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د