نړۍ

پاکستان: بېلابېلو پېښو کې د ګمرک ۵ کارکوونکي او ۹ امنیتي ځواکونه وژل شوي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت کې په بېلابېلو پېښو کې لږ تر لږ د ګمرک ۵ کارکوونکو په شمول د پاکستان ۱۴ امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس د پښتونخوا ایالت په کوهاټ سیمه کې ناڅرګندو وسله‌والو د ګمرک پنځمه کارکوونکي وژلي دي.

د کوهاټ ولسوالۍ د پولیسو مشر شعیب اشرف رسنیو ته ویلي چې بېګا شپه د ګمرک په کارکوونکو ۳ ناڅرګندو وسله‌والو برید وکړ چې په ترڅ کې ۴ کارکوونکي ځای پر ځای ووژل شول او پنځم روغتون ته د انتقالولو پر مهال ووژل شو.

نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه د بریدګرو په اړه معلومات نه لري.

پولیسو ویلي چې بریدګر د شپې د تیارو څخه ګټه اخېستنې تښتیدلي دي.

د ګمرک چارواکو هم د پېښې تصدیق کړی دی.

دوی ویلي چې په برید کې د ګمرک پنځه کارکوونکي وژل شوي او ټول د کوهاټ او د کرک د سیمو اوسیدونکي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د ګمرک کارکوونکي ځېني وختونو په فساد او جرمونو ککړو خلکو له خوا هم تر بریدونو لاندې راځي.

پاکستان کې ګمرک ځانګړی ګارد لري، دوی هغه موټر چې اشیاء نورو ځایونو ته انتقالوي، ګوري چې ګمرکاتو پیسې یې داخلې کړي او هم د موټرو تلاشي اخلي چې ناقانونه اشیا څوک بل ځای ته انتقال نه کړي.

د یو بل خبر له مخې په قبایلي سیمو کې په دوه بېلابېلو چاودنو کې د ۳ اربکیانو په شمول ۷ پاکستاني پوځیان وژل شوي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې دغه چادونې په کرمه ایجنسۍ کې هغه مهال رامنځته شوې چې د پوځ موټر د سړک د غاړې په سر خښ شوي ماین وخوت.

د راپورونو له مخې امنیتي ځواکونه د میګي د سیمې څخه د کرمې ایجنسۍ پوځي مرکز ته تلل چې د بمي چاودنې ښکار شول.

بل پلو د خیبرپښتونخوا په مانسهرې ولسوالۍ کې په یوه بمي چاودنه کې د پولیسو د یو قومندان په شمول ۲ پولیس وژل شوي دی.

په عین حال کې په خیبرایجنسۍ کې د حکومت ملاتړو اربکیانو باندې چاودنې ۳ سیمه ییز اربکیان وژلي.

د مانسهرې، کرمې ایجنسۍ او خیبرایجنسۍ د بریدونو مسوولیت طالبانو پر غاړه اخېستی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x