بغلان: د پولیسو او ملکي کسانو د موټرو په جنګیدو کې څلور تنه مړه او شپږ نور ټپیان شول
نن ټکی آسیا: د بغلان ولایت په مرکزي ولسوالۍ بغلان کې د ملکی وګړو او د پولیسو د موټر د جنګیدو له کبله څلور تنه ملکي کسان مړه، او دوه نور ټپیان شول.
د مرکزي بغلان د ولسوالۍ امنیه قومندان رسینو ته ویلي چي نن ماسپښین د یوې بجې په شاوخوا کې د ولسوالۍ مرکز ته نیژدې د ملکی وګړو یوه عراده سراچه موټر د پولیسو د رینجر موټر سره وجنګیدل،
چي له کبله يې د سراچه موټر څلور تنه سپرلي مړه او دوه نور ټپيان شول، چي روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ دی.
هغه زیاته کړې چي په پيښه کې څلور تنه پولیس هم ټپیان شول، چي د هغو څخه هم د دوو تنو روغتیايي حالت ښه نه دی.
باید وویل شي چي نن د لوګر ولایت په مرکز کې هم ورته پيښه را منځته شوې وه، چيری چي د پولیسو رینجر ډوله موټر د یو موټر سایکل سره ټکر شوی وو، چي له کبله يې یو تن مړ او څلور نور ټپيان شوي وه.