ادبي لیکني

ولې؟!

ليکوال: حامد افغان

انساني نفس بېله او عجیبه نړۍ ده!
هر وخت بدلیږي رابدلیږي
او په یوه حال نه پاته کیږي
که له چا سره یې مینه شي پاچا ورته برېښي
بیا یې چې له پامه بد شي شیطان ورته ښکاري!
هغه اصلاً نه پاچا یې نه شیطان
نه کوم بدلون په کې راغلی وي!
خبره د انسان په نفس کې وی هغه تغیر شوی وي،
کله چې خوشاله وي
ټوله نړۍ په خندا ورته ښکاري
او که انسان خپه او غمژن وي
ټوله نړۍ د غم او وېر په لباس پوښلې ویني
دنیا هیڅکله نه خندلي او نه ژړلي
بلکي ته:
خاندې او ژاړې!
دا فکر مه کوه
چې زور به دي برلاسی کړي
په چالاکي او څورنګي به هوښیار شې
سختي، بې پروایي او غرور
به ستا درنښت زیات کړي!
پوهـ شه!
له خپلوانو او اړوند خلکو سره
مخلصانه مینه وکړه
هغوی ته هر وخت تندی ورین لره
د هغوی په ټولو خوښیو کې
په ټولو دردونو او غمونو کې
په اخلاص سره برخه وال اوسه
خلک یو متل کوي
خو هر وخت یې نیمګړی رااخلي:
“د خلکو راضي کول ناشونی کار دی ”
که دا متل پوره کړو
نو غوره او له حکمته ډکه خبره ده
پوره:
“د خلکو راضي کول ناشونی کار دی
د الله راضي کول شونی کار ده
ناشونی کار پرېږده
د شوني کار سرته رسولو کوښښ وکړه”
په ډېر چل او چالاکي
په ډېر حکمت او هوښیاري
په ښه صورت او ځواني
په ښه رنګ او ښکلا
په ډېر دولت او غنا
په ډېر ځواک او واک پوري خبره نه ده تړلې
یواځي خپل څښتن راضي کړه
دا ستا له پاره لویه بریا ده
او دا ستا له پاره هرڅه دي،
که 99 په سلو کې سم وې
او یو ځل کوږ شوې
د نړۍ نیاودښمن مخلوق
ستا 99سمې هیروي
دا یوه کږه دي اعلانوي!
که په سلو کې 99 ځله کوږ او خطا وې
خو یو ځل مهربانه څښتن ته توبه کړې
په دا یوه توبه
هغه ټولې خطاوې دربښي!
نو ولې ..
ولې لـه دې مهربانه ذات نه لیري شوي یو
او په مخلوق پسې منډي وهو؟!!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x