سياست که مسخرې؟؟

سردار محمد همدرد

لیکوال: سردار محمد همدرد

لیکوال: سردار محمد همدرد

په دې بايد لوی شکر ادا کړو چې زموږ افغانستان له سياست پوهانو ډک دی؛ که دوه سپين ږيري خپلو منځو کې خبرې سره کوي نو د دوی پر خوله به سياست وي، که په کور کې او کلي کې ښځې پر تناره خبرې کوي نو په روانو حالاتو به يې تود بحث شروع کړی وي، که هټۍ ته د سودا لپاره ورسې نو پر سياسي موضوع به راګډ وي، لنډه دا چې په هر ځای کې، ښوونځي کې، روغتون کې، بازار کې، کلي او کور کې سياست دی.

د پورته خبرو موږ او تاسې ټول شاهدان يو خو ما په دې خاطر وکړې چې، په خپل دفتر کې ناست وم يو دوا پلورونکی راته راغی، راته وې ويل غواړم ځان د ولسي جرګې را روانو ټاکنو کې کانديد کړم تاسې مرسته راسره وکړئ، د دغه ملګري خبره په لومړيو کې راته ټوکه ښکاره سوه خو له ټينګار وروسته يې پوه سوم چې ټينګه اراده يې ده، خو ماته د نوموړي دا خبره ډېره جالبه ښکاره سوه، ځکه فکر نه کووم که تر اوسه د افغانستان پر روانو حالاتو هم خبر وي، که ووايم په دې به هم خبر نه وي چې په افغانستان کې اوس څه ډول حکومت دی نو مبالغه به نه وي.

دغه ملګری راسره ناست و چې فېس بوک مې خلاص کړ، وار له واره مې د کابل پوهنتون استاد او سياسي شنونکي ډاکټر فيض ځلاند پر پوسټ سترګې ولګېدې، زه د خپلو پورتنيو خبرو د ښه ربط لپاره د داکټر صیب څرګندونې کټ مټ رانقلووم:

ډاکټر فيض ځلاند ليکلي و: ((د ګران افغانستان د بربادۍ یو ستر لامل زموږ بې سواده سیاستوال دي. زموږ خلک چې بیکاره شي او یا مالداره شي، بیا نو سیاست ته مخه کړي. وه ځوانانو سیاست د بیکاره خلکو کار نه دی. سیاست د عالم، پوه او لوستو کار دی. هغوی چې د افلاطون (جمهوریت)، د ارسطو (سیاست)، د روسو (ټولنیز تړون)، د میکاولي (شهزاده)، د هابز (لیویاتان)، د محمد علیه سلام (سیرت) یې لوستی نه وي، د لینکن، ستالین، چرچل، روزلویلت، ماو، لینن، مندیلا، ګاندي، فخر افغان په ژوند او مبارزې خبر نه دي، د هغوی په سیاست کې ګوتې وهل د ځان او قوم شرمول دي)).

زه د ډاکټر صیب پورته خبرې تايدووم، رښتيا هم کله چې زموږ خلک ډېرې پيسې پيدا کړي، کله چې زموږ خلک بېکاره شي نو داسې مفکوره ورپيدا سي چې راسه ته هم ځان ولسي جرګې يا ولايتي شورا ته کانديد کړه، که بريالی سوې لوی سياستوال به درڅخه جوړ سي، په تلويزونو کې به پر تودو بحثونو کې مېلمه کيږي، ټول خلک به دې وپېژني بالاخره به يو لوی موقف ته ورسيږي.

دغه شان وسول، موږ او تاسې په اوسني افغانستان کې د ډېرو کاذبو سياستوالو شاهدان يو، چې د سياست په مانا او مفهوم هم نه پوهېږي خو د پيسو او زورواکۍ له مخې په يوه او بل نوم وکالت کوي او ځان ته لوی لوی سياستوال وايي.

دغه کار په ډېرو بې سواده او ناپوهه پیسه لرونکو خلکو کې دا انګېزه پيدا کړې ده چې سياست وکړي، دسياست په نوم په ټولنه کې ځان مطرح کړي او دا فکر ورسره وي چې د سياست له لارې به زه لوی سړی سم، بله ورځ به والي سم څه به سم او څه به سم.

زموږ د اوسني سياسي نظام د ناکامۍ يو لوی لامل دا هم دی چې ډېری نالوستي خلک د سياست دعوه کوي، ځان ته سياسي شنونکي وايي خو د دوی سياست د هېواد او ټولنې په زيان تمام سوی دی.

سياست لوی پوهې ته اړتيا لري، سياستوال بايد لومړی خپل ديني او کلتوري ارزښتونه مطالعه کړي، په پوره مانا ورباندې وپوهېږي، د نړۍ روان بهير تر څار لاندې ونيسي، د خپلې ټولنې د ستونزو تل(بېخ) ته ورښکته سي، واقعي مشکلات پيدا کړي، لويه حوصله ولري، په پوره توګه ملي ګټو ته ژمن وي او د ټولنې د خلکو پراخ باور بايد ولري.

نو چې اوس درمل پلورونکی هم زموږ د هېواد په سياست کې ونډه اخلي، داسې څوک به څنګه د خپلو خلکو حق وغواړي چې د دوه خرو وربشې نه سي بېلولی؟؟

زما په اند دا زموږ د ناکام سياست پايله ده چې بې سواده خلک اوس دا جرآت کوي چې سياسي واګې په خپل لاس کې واخلي، زموږ د نالوستو خلکو هغه هېلې چې خپلو سياسينو ته يې لري مړاوې سوي دي، د خلکو د اميدونو څرکونه په تيارو بدل سوي دي، نو خامخا به يو نالوستي سره دا فکر پيدا کيږي چې راسه ته په سياست کې برخه واخله ګوندې خدای سياسي نظام مو سم سي او افغانستان د سيمې له نورو هېوادونو سره په سياست کې سيال سي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د