
نېمروز: خلکو ۳ تښتونکي په عام محضر کې اعدام کړي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د نېمروز ولایت د دلارام ولسوالۍ اوسیدونکو په عام محضر کې ۳ تښتونکي اعدام کړي.
د راپورونو له مخې دغو کسانو دوه ورځې وړاندې ددغې ولسوالۍ څخه یو ماشوم تښتولی و او بیا یې د هلمند واشیر ولسوالۍ ته انتقال کړی و.
سیمهییز چارواکي وايي چې لسګونه کسان تښتونکو پسې واشیر ولسوالۍ ته تللي وو.
ویل کیږي چې تښتونکي خلکو په نښتو کې وژلي او وروسته یې جسدونه دلارام ولسوالۍ ته راوړي او په بازار کې یې په دار ځړولي.
د نېمروز ولایت سیمهییز چارواکو هم د پېښې پخلی کړی او وايي چې د دلارام ولسوالۍ قهریدلي ولس په دغه اقدام وروسته تر هغه لاس پورې کړ چې تښتونکو یو ماشوم له بازاره تښتولی و.
د دلارام ولسوال نجیب الله حیات ویلي چې دغه پېښه پرون چهارشنبه رامنځته شوې.
د نوموړي په وینا د تښتونکو یوې ډلې د نور علي په نوم د یو سوداګر ۱۲ کلن زوی ددغې ولسوالۍ د بازار څخه دوه ورځې وړاندې وتښتولو.
حیات زیاته کړې چې تښتونکو وروسته ماشوم له دلارام څخه د هلمند واشیر ولسوالۍ ته انتقال کړی و.
دغه سیمهییز چارواکی وايي چې «د ماشوم خپلوان د فراه د ګلستان ولسوالۍ څخه راغلي وو او د ماشوم د خلاصولو لپاره د واشیر ولسوالۍ ټانک کلا ته ولاړل او د تښتونکو سره یې نښته پیل کړه».
د ولسوال په خبره په نښته کې ۳ تورن تښتوتکي وژل شوي او د سوداګر زوی هم ژوندی خلاص شوی دی.
په عین حال کې نجیب الله حیات تایید کړه چې یو سیمهییز سپین ږیری چې د ماشوم د خلاصون لپاره تللی و، په نښتو کې وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی چې اوسمهال په روغتون کې دی.
د دلارم ولسوالۍ اوسیدونکي وايي چې د سوداګر د زوی د خلاصون وروسته خلکو د وژل شوو تښتونکو جسدونه د ولسوالۍ بازار ته انتقال کړل او په عام محضر کې يې په دار وځړول.
دوی زیاته کړې چې د څو ساعتونو وروسته پولیسو د تښتونکو جسدونه راکوز کړل او وژل شوي کسان یې روغتون ته انتقال کړل.
د شننونکو په باور هغه وخت چې حکومت خلکو ته امنیت نشي تامینولی، مجرمین له کومې سزا پرته خوشې کیږي، ولس مجبوريږي چې په دغه ډول خپلسریو کړنو لاس پورې کړي.
د یادونې وړ ده چې د حکومت لخوا د شرعي سزاګانو نه پلي کیدل او مجرمینو بېرته ژر خوشې کېدل، په جنایتونو کې د امنیتي ځواکونو سهم اخېستل، په هېواد کې د نا امنۍ ستر عوامل بلل کیږي.