نړۍ

نيويارک ټايمز: د اردنی پیلوت له اعدام وروسته اماراتو د اسلامي دولت په خلاف هوایی بریدونه ځنډولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه ۱۳۹۳ل): نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي، چې متحده عربي اماراتو د اسلامي دولت ضد هوايي بريدونه ځنډولي او لامل يې دا ښودلی، چې تېره ورځ اسلامي دولت اردنی پيلوټ معاذ الکساسبة له نيول کېدو ووسته ژوندی وسوځاو او دوی په خپلو پيلوټانو وېريږي، چې اسلامي دولت يې ونه نيسي.

نيويارک ټايمز د امريکا دفاع وزارت «پينټاګون» د چارواکو له قوله ليکلي، چې متحده عربي اماراتو له دوی غوښتي، چې د څار او ژغورنې عملياتو کې بايد ډېر دقت وکړي «د بمبار پر مهال د پيلوټ او الوتکې ژغورنه» او اوسپري ۲۲ ډوله الوتکې، چې د دې موخې لپاره کارول کيږي، بايد کويت پر ځای د عراق شمال څخه کنټرول شي، چې د جګړې نږدې سيمه ده.

ورځپاڼه زياتوي، چې د اماراتو جنګي الوتکې به تر هغو د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبار ونه کړي، تر څو چې امريکا د جګړې سيمه کې اوسپري۲۲ الوتکې ونه کاروي، چې د چورلکو په څېر هر ځای ښکته پورته کېدای شي او پيلوټ مخکې له دې وژغوري، چې د دښمن په لاس ورشي.

ورځپاڼې د امريکايي چارواکو له قوله ليکلي، چې اماراتو سپينې ماڼۍ ته خبر ورکړی، چې د اردني پيلوټ معاذ الکساسبة له ژوندي نيول کېدو وروسته به د اسلامي دولت ضد هوايي بريدونو کې هيڅ ګډون ونه کړي.

يو امريکايي نظامي افسر وايي، چې د اسلامي دولت ځواکونو اردنی پيلوټ معاذ الکساسبة د څو دقيقو په ترڅ کې د سوريې په الرقة سيمه کې ژوندی ونيو او دوی دومره وخت ونه مونده، چې د پيلوټ د خلاصون لپاره مداخله وکړي.

د ورځپاڼې په وينا امارات له امريکايي چارواکو پوښتنه کوي، چې که امريکايي ژغورونکي ټيم سره د مداخلې وخت وای، نو د دوی په وس پوره وه، چې دا پيلوټ وژغوري؟

نيويارک ټايمز د خپل راپور په پای کې ليکلي، چې د اماراتو د بهرنيو چارو وزير شيخ عبدالله بن زايد النهيان د امريکا له نوې سفيرې بربارا ليف څخه د هغو لاملونو په اړه پوښتنه کړې، چې د عراق شمال کې، چې د کومو پيلوټانو الوتکې نسکورې شي، نو امريکايي عسکر ولې د ژغورنې په موخه نه ورځي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x