افغانستان

د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښته کې ۱۱ زده کونکو ته مرګ ژوبله ورسیده

us_army_with_afghan_childrenنن ټکی آسیا: د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو تر منځ په نښته کې د ښونځی یولس تنو زده کوونکو ته مرګ ژوبله ورسیده.

د لوګر ولایت څخه دولتي مسؤولینو ویلي چي نن سهار لس نیمی بجې شاوخوا د ولایت په مرکز کې د یادخواب روغني په سیمه کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښته را منځته شوه، چي له کبله يې یوه توغندی د حامد کرزي په نوم د یوې لیسې په انګړ کې وموښتله،

چي له کبله يې یو تن زده کونکی ووژل شو، او لس نور ټپيان شول، چي د ځینو روغتیايي حالت يې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

هغوی زیاته کړه چي تر اوسه دا نه ده معلومه چي توغندی د چا له خوا فایر شوې ده.

خو د سیمي څخه عیني شاهدانو او د لیسې زده کونکو رسینو ته ویلي چي کله جګړه وموښتله، نو لومړی د وړو ډزو تبادله وشوله، او لږ ګړی وروسته د درندو وسلو او توغندیو ډزې پیل شوې، چي په هغو کې یوه توغندی د لیسې په انګړ کې ولګیدله، او یاده مرګ ژوبله يې واړوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x