fbpx

د ژوندي انسان سوځولو شرعي حيثيت- څېړنه او شننه

ليکوال: وايل البتيري- د اسلامي ګوندونو د چارو څېړونکی
ژباړن: شفيع احمد

د اسلامي دولت له لوري د بندي اردني پيلوټ سوځولو په ګرده نړۍ او په ځانګړې توګه اردن کې يوه غوغا راپورته کړې او هر څوک په دې اړه خبرې او بحثونه کوي.

سره له دې، چې اسلامي دولت د بنديانو په اړه له ډول ډول لارو چارو کار اخلي، مګر په اور سوځونه يې تر ټولو ويروونکې او نوې طريقه ده.

له دې وروسته به پر هغو شرعي نصوصو او فقهي اصولو د خلکو تر منځ بحثونه روان وي، چې اسلامي دولت د اردني پيلوټ د سوځولو لپاره په دليل کې ياد کړي دي.

د اسلامي دولت خپرندوی مرکز «مؤسسة الفرقان» د «شفاء الصدور» په عنوان يوه ويډيو خپره کړه او د اردني پيلوټ معاذ الکساسبة د ژوندی سوځولو لپاره يې د اسلامي فقهې پر ځينو دلايلو استدلال کاو او دغه ويډيو کې يې د هغو ماشومانو انځورونه هم وښودل، چې د امريکايي ايتلاف په بمباريو کې په پيټرولي بمونو سوځيدلي او د هغو ولسي وګړو انځورونه يې وښودل، چې پر کورونو يې د امريکايي ايتلاف جنګي الوتکې بمبارۍ کوي او په خپلو کورونو کې يې وژني او په بمونو يې سوځوي او د ويډيو وياند وايي، چې اردنی پيلوټ هم د دغه ايتلاف غړی دی او دغسې يې خلک بمبار کړي او د اسلامي دولت په اند اردنی پيلوټ هم بايد بالمثل په ورته سزا وسوځول شي.

اسلامي تنظيم د خپلې خبرې لپاره د قرانکريم په ايت استدلال کوي، چې بالمثل سزا او غچ احيستل روا دي او د دې لپاره يې د سورة النحل ۱۲۶ ايت په دليل کې وړاندې کړ “وإنْ عاقبتم فعاقبوا بمثل ما عوقبتم به، ولئن صبرتم لهو خيرٌ للصابرين”
که موږ د ابو عبدالله المهاجر «مسائل في فقه الجهاد» کتاب ته رجوع وکړو، چې د اسلامي دولت فقهي مرجع هم بلل کيږي، نو د پورته ذکر شوي ايت په اړه د علماوو اقوال په همدې کتاب کې موجود دي او د سزا بالمثل په اړه يې د هر ډول سزا اجازه ورکړې حتا که د خپل دښمن «مثله» «په پېښ د ميم سره» هم وي.

امام خطابي د مثله تعريف داسې کوي: « د وژل شوي دښمن تعذيب، د بدن غړي پرې کول او د هغه شکل خرابول دا له وژنې وړاندې او يا هم وروسته او داسې، چې پوزه يا غوږونه يې پرې شي، سترګې يې راوباسي او يا وسوځول شي او دا تر ټولو خطرناک کار دی.»

«مثله» د جمهورو فقهاوو په نزد حرامه ده او ځينو علماوو لکه امام ابن عبدالبر، صنعاني او ګڼو نورو فقهاوو د مثله په حرمت اجماع کړې ده.

د مثلې د حراموالي پلويان ګڼ دلايل لري او تر ټولو مهم يې د امام بخاري هغه حديث دی، چې عبدالله بن يزيد روايت کړی دی، چې رسول الله عليه وسلم له ظلم، غلا او مثلې منعه کړې او د بريدة هغه حديث، چې مسلم روايت کړی، چې رسول الله صلی الله عليه وسله فرمايي «د الله تعالی په نوم د الله تعالی په لار کې جهاد کوئ، څوک چې له الله تعالی انکار کوي هغه وژنئ، غزا کوئ او غلوو«افراط» مه کوئ، مثله مه کوئ او ماشومان مه وژنئ» او بل حديث کې راځي، چې «أعف الناس قِتلة: أهل الايمان»

امام مناوي رحمه الله د دې حديث په شرحه کې فرمايي، چې «أعف الناس قِتلة په زېر د ق اهل الايمان دي، يعنې ايمان لرونکي خلک د الله تعالی پر مخلوق تر ټولو زيات رحم کوونکي او له مثلې ځان ساتونکي دي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي، چې کله قتل کوئ، نو په ښه طريقه يې کوئ او کله چې ذبحه کوئ، نو هم په ښه طريقه يې کوئ او هغه خلک، چې د الله تعالی له رحمته لرې دي او د ايمان خوږوالی يې په زړونو کې نه شته، نو هغو د قتل او ذبحې پر مهال سختي کوي او بل حديث کې راغلي، چې څوک په بل رحم نه کوي، نو پر ده به هم رحم نه کيږي.

بل پلو امام ابن تيمية او د هغه شاګر امام ابن القيم رحمهما الله د قصاص په توګه د مثله جواز ورکوي، هغه داسې، چې دښمن د مسلمان غړي پرې کړي يا يې وسوځوي، نو دوی هم کولای شي، چې بالمثل د خپل دښمن غړي پرې کړي او يا يې وسوځوي.

او کېدای شي، دا هماغه عبارت وي، چې اسلامي دولت يې د اردني پيلوټ د سوځلولو پر مهال د ابن تيمية رحمه الله په حواله وايي، چې «مثله د قصاص په توګه روا ده» دا به يې هم د ابو عبدالله المهاجر له کتابه راخيستې وي او د ابن تيمية رحمه الله دا قول ابن مفلح الحنبلي رحمه الله هم په خپل کتاب الفروع په ۲۰۳-۲۰۴مخ کې راخيستی.

اسلامي دولت دا کارونه د دې لپاره کوي، چې د خپلو دښمنانو په صفونو کې ويره او ترهه خپره کړي او دوی پر دې خبره پوه شوي، چې دا کار يې سخته نتيجه ورکوي او د تېر کال جون مياشت کې د عراقي پوځ ډېری عسکر په خپل يونيفورم کې د موصل له نظامي مرکزه وتښتېدل او دا پوځيان وروسته له هغې وتښتېدل، چې د اسلامي دولت ويروونکې ويډيو ګانې يې وکتلې، په ځانګړې توګه د «صليل الصوارم» لړۍ څلورمې برخې د عراقي پوځ په ليکو کې سخته وېره خپره کړه.

د اردني پيلوټ معاذ الکساسبة له ژوندي سوځولو وروسته اسلامي دولت د خپل پلوي عالم حسين بن محمود هغه مقاله خپره کړه، چې ۲۰۰۴م کال کې يې فلوجه ښار کې د څلورو امريکايانو له ژوندي سوځولو وروسته ليکلې وه او د دښمن د ژوندي سوځولو د جواز دلايل يې په کې ذکر کړي وو.

په دغه ليکنه کې راغلي، چې «د دښمن وېرول ډېر ښه کار دی او په هر حال کې بايد ووېرول شي» او ټينګار کوي، چې دښمن بايد د جګړې پر مهال ووېرول شي، هغه داسې، چې ژوندی يې په اور وسوځوئ او دا کار يې له شرعي او عقلي پلوه روا بللی دی او نوموړی عالم خپلو پلويانو مجاهدينو ته وايي: «که تاسې اوس دا خپل دښمنان سوځوئ، نو ستاسې مشرانو او صحابه کرامه له دې مخکې دا کار کړی او دې سره مو د دښمنانو په زړونو کې رعب او وېره خپره کړئ.»

حسين بن محمود پر هغو تاريخي روايتونو استدلال کوي، چې صحابه کرامو کفار او مرتدين په اور سوځولي او دليل يې دا ښودلی، چې امام شهرستاني په خپل کتاب «الملل والنحل» کې روايت راوړی، چې حضرت علي رضي الله عنه د عبدالله بن سبا قوم ځينې خلک وسوځول، چې د الوهيت دعوه يې کړې يا وه «حضرت علي رضي الله عنه يې خدای ګاڼه».

حسين بن محمود، چې کوم حديث ذکر کړی، امام بخاري رحمه الله په دې اړه د يو لنډ حديث په ترڅ کې فرمايي، چې حضرت علي رضي الله عنه د سبا قوم خلک وسوځول، نو ابن عباس رضي الله عنه خبر شو او ويې فرماييل «که د حضرت علي رضي الله عنه پر ځای زه وای، نو ما به دا کار نه وای کړی؛ ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي د الله تعالی په عذاب خلکو ته عذاب مه ورکوئ.»

فقهاء په ياد حديث او ګڼو نورو حديثونو استدلال کوي، چې ژوندي سوځول حرام دي او تر ټولو مهم يې د ابو هريرة رضي الله عنه هغه حديث دی، چې فرمايي: موږ رسول الله صلی الله عليه وسلم ولېږلو او راته يې وويل، که فلانی او فلانی مو وموندل، نو ويې سوځوئ او لږ وروسته يې راته وفرمايل، چې ما تاسې ته ويلي و، چې فلانی او فلانی وسوځوئ، مګر په اور سوځول يوازې د الله تعالی عمل دی او که په لاس درغلل، نو ويې وژنئ.

په دې اړه د اسلامي نړۍ د علماوو د ټولنې سرمنشي علي القره داغي وينا هم د پام وړ ده، چې د اسلامي دولت له لوري د اردني پيلوټ د ژوندي سوځولو په غبرګون کې يې وويل، چې رسول الله صلی الله عليه وسلم د ژوندي سوځولو څخه منعه کړې او زياته يې کړه، چې د علماوو اجماع په دې ده، چې ژوندي يا مړي سوځول په هيڅ دليل نه دي روا او د معاذ الکساسبة ژوندي سوځول يې د هر ډول اسلامي اخلاقو او اصولو مخالف وبلل.

په لنډو ټکو ويلی شو، چې اسلامي دولت د اردني پيلوټ د ژوندي سوځولو لپاره ځينې دلايل پيدا کولای شي، مګر د اسلامي نړۍ ګڼو فقهي ټولنو دا کار په سختو ټکو وغانده او د معاصرې اسلامي نړۍ ګڼو علماوو د سر غوڅولو مخالفت هم کړی، چې له دې لږ وېروونکی کار دی او ژوندي سوځول خو بيخي ډېر زيات وېروونکي دي او په دې اړه به د اسلامي نړۍ د علماوو سخت غبرګونونه راشي.

که ځينې نادرې رايې د ژوندي سوځولو اجازه ورکوي، نو په عملي ډګر کې داسې کارونه ډېرې بدې پايلې لري، نړۍ کې د اسلام رنګه بدوي او دې سره نړۍ اسلامي قضيو ته سخت زيانونه اوړي.

سرچينه: الجزيرة.نت

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
ډاکتر احمدی
میلمه
ډاکتر احمدی

ولا روره ما چی دا ویدیو وکتله نو داسی درته ویلی شم چی د ډیری اسلامی تحریکونو نه می زړه تور شو – دا ناځوانی ده دا وحشت