
ایل جي (LG) کمپنۍ نور سمارټ فونونه بازار ته وړاندې کوي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): کاروونکي اوس هم د دغې کمپنۍ راتلونکی سمارټ فون ایل جي فور (LG G4) ته سترګې په لار دي خو دغه کمپنۍ غواړي خپل د سمارټ فونونو لړۍ ته له دې وروسته هم ادامه ورکړي.
ایل جي کمپنۍ له نړیوالو ادارو څخه د ایل جي جي ۳ (LG G3)، ایل جي جي ۴ (LG G4)، ایل جي جي ۵ (LG G5)، ایل جي جي ۶ (LG G6)، ایل جي جي ۷ (LG G7)، ایل جي جي ۸ او ایل جي جي ۹ (LG G9) جوړولو لپاره اجازه او لایسنس اخیستی.
دغه کمپنۍ خپل ایل جي جي ۳ (LG G3) موده وړاندې کاروونکو ته وړاندې کړی و کوم چې د خاصه اندازه کاروونکو توجه په جذبولو کې بریالی شوی هم و.
د دې کمپنۍ نوی سمارټ فون ایل جي جي ۴ (LG G4) به ډیر نژدې راتلونکي کې کاروونکو ته وړاندې شي. دغه کمپنۍ خپل په ځینو نورو سمارټ فونونو هم کار پیل کړی.
له لایسنس اخیستو وروسته هم دغه کمپنۍ کولی شي خپل د سمارټ فونونو نومونه بدله کړي. دغه کمپنۍ غواړي خپل راتلونکی سمارټ فون ایل جي جي ۴ ته نوی نوم انتخاب کړي.
د ایل جي کمپنۍ پخوانی سمارټ فون د خاصو کاروونکو توجه جلب کړی او د مارکیټ یوه برخه يي د دغې کمپنۍ لپاره ځانګړی کړی. ډیر داسې کاروونکي شته چې غواړي د دې کمپنۍ نوی سمارټ فون استعمال کړی.
خو اوس هم دا سوال د کاروونکو په ذهن کې دی چې دغه کمپنۍ چې د سمارټ فون په برخه کې نوې ده، ایا وبه کولای شي د سمارټ فون په بازار کې پاتې شي او کنه.