افغانستان

ډاکتر زلمی: له طالبانو سره د روغتیايي مرکزونو په اړه ستونزه هوارې شوې

Zalmai_zabuli (نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۸): په مشرانو جرګه کې د زابل استازى او د دغې جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمېسیون مشر ډاکتر زلمی زابلى وايي، چې په زابل کې يې له وسلوالو طالبانو سره د روغتیايي مرکزونو په اړه شته ستونزې هوارې کړې دي.

نوموړي، چې په روانه اونۍ کې زابل ته راغلى و، د وږي په ۲۶مه يې له خبري رسنیو سره په یوه  مرکه کې وویل، چې دغه ستونزې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې موجودې وې.

هغه زیاته کړه، چې له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د طالبانو او د دغه ولایت د روغتیايي چارواکو ترمنځ د نه توافق له امله د زابل د شهرصفا، میزانې، دایچوپان، شاه جوى او شملزو په ولسوالیو کې روغتیايي مرکزونه تړلي او یا هم له ستونزو سره مخ وو.

د ده په خبره، وسلوالو طالبانو غوښتنه کړې وه، چې په یادو ولسوالیو کې د هر روغتیايي مرکز د فعالیت په بدل کې باید یو یو امبولانس او یوه ښځینه روغتیاپاله د (ابن سینا) موسسې، چې د دغو روغتیايي مرکزونو د اکمال چارې پرمخ وړي، هغو سیمو ته ورولېږل شي، چې د طالبانو تر واک لاندې دي.

همدارنګه روغتیايي مرکزونه باید د افغان او بهرنیو ځواکونو له نظامي مرکزونو لرې کړي.

زابلي زیاته کړه، چې د طالبانو دغه غوښتنې د ابن سینا موسسې او د ياد ولایت چارواکو ته د منلو وړ نه وې، نو له همدې امله د زابل په پنځو ولسوالیو کې خلک په روغتيايي برخه کې له ستونزو سره مخ و.

هغه وویل، چې د همدې ستونزې د هوارۍ په موخه د دغو پنځو ولسوالیو لسګونو قومي مشرانو، ده(ډاکټر زابلي) ته مراجعه وکړه او ده هم د ابن سینا د موسسې مسوولین راوغوښتل او له وسلوالو طالبانو سره يې په دې اړه خبرې وکړې.

نوموړي زیاته کړه: ((په دې اړه مو پرېکړه وکړه، په هره ولسوالۍ کې، چې هر روغتیايي مرکز ته څومره درمل ورکول کېږي، په هماغه اندازه نور درمل به هغو سیمو ته ورکول کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې سيمې دي، ترڅو د هغوى له لارې خلکو ته توزیع شي او که چېرې د هغوى کوم ډاکتر ته ضرورت شي، نو بیا به له کلینکونو څخه ډاکتر بیایي او وروسته له هغه، چې ضرورت یې رفع شو ډاکتر به په خوندي توګه د ولسوالۍ مرکز ته رارسوي.))

د دې پوښتنې په ځواب کې، څومره ډاډه یاست، چې د زابل ټول طالبان به د هغه طالب، چې تاسو ورسره موافقې ته رسېدلي یاست خبره ومني؟ ډاکتر زلمي وویل: ((موږ پوره باور لرو، چې د دغه کس خبرې به د زابل طالبان ومني، ځکه هغه کس چې موږ ورسره خبرې کړې خپل ځان يې د طالبانو د صحي برخې مسوول معرفي کړ، په طالبانو کې نظم شته او هېڅوک له خپل مسوولیت څخه پورته خبرې نه شي کولای.))

د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکتر سلیمان ساپي هم د ډاکتر زلمي زابلي او وسلوالو طالبانو تر منځ د روغتیايي مرکزونو د بېرته پرانیستو په موخه، خبرې تایید کړې.

هغه پژواک اژانس ته وویل، چې د دوى ریاست تر اوسه دغه جوړجاړی نه دى تایید کړی، خو ښايي ډېر ژر د دولتی او ملي ګټو په خوندي ساتلو سره له یوې داسې پرېکړې ملاتړ وکړي، چې له امله یې روغتیايي مرکزونه بېرته پرانیستل شي.

ساپي د ډاکتر زلمي د خبرو پر وړاندې وویل، چې یواځې د شاه جوى، دایچوپان او د کلات د نورک د سیمو روغتیايي مرکزونه له ستونزو سره مخ دي او خبرې هم د دغو درېیو مرکزونو په اړه شوې دي.

د زابل د دایچوپان ولسوالۍ یوه اوسېدونکي دولت خان خبريٍ رسنیو ته وویل، چې روغتیايي مرکز ته سخته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه، دغه د زابل تر ټولو لرې پرته او نا امنه ولسوالۍ ده او په کې د دولت له لوري د ژوند هېڅ ډول اسانتیاوې نه دې برابرې شوې.

نوموړي پر دولت او طالبانو غږ وکړ، چې باید د کلینيکونو، ښوونځیو، سړکونو او نورو ټول ګټو تاسیساتو په ساتنه کې هڅې وکړي، څو عام خلک د روانې لانجې قربانیان نه شي.

د زابل مرستیال والي محمدجان رسولیار خبري رسنیو  ته وویل، چې ډاکتر زلمی زابلی د خلکو د استازی په توګه کولای شي له هرې ډلې سره د ستونزې د حل په موخه اړیکې ونیسي، خو دی په دې اړه د کومې پرېکړې او جوړجاړي په اړه معلومات نه لري.

وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د زابل په لسو ولسوالیو کې شاوخوا پنځلس روغتونونه او کلینيکونو فعالیت لري، چې لوژستیکي چارې يې د ابن سینا په نوم د یوې نادولتي موسسې له خوا پر مخ وړل کېږي او کله ناکله د وسلوالو طالبانو او نورو ډلو له خوا د دوى کارونه د بېلابېلو لاملونو له امله له خنډ او ځنډ سره مخامخ کېږي.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x