ورزش

کرکټ نړیوالې ادارې مشر: نړیوال جام کې به ۶ لوبډلې غوره لوبډلې وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۵مه ۱۳۹۳ل): د کرکټ نړیوالې ادارې مشر ډیوډ رچرډسن ویلي چې نړیوال جام کې به ۶ لوبډلې غوره لوبډلې وي.

د کرکټ نړیوالې ادارې مشر ویلي چې دوه نوي معرفي شوی قوانینو سره به د لوبډلو تر منځ رقابت له پخوا هم زیات شي. له دوه نوي قوانینو سره د منډو جوړولو څخه مخنیوی نشي کیدی نو له همدې امله باید توپ اچووونکي کوښښ وکړي د سیالې لوبډلې لوبغاړي وسوځوي.

دغه نړیوال جام سیالیو کې د توپ اچونې او ډګر ساتنې په برخه کې نوي بندیزونو له امله به توپ وهونکي وتوانیږي ډیرې شپږیزې او څلوریزې ووهي.

نوموړي وویل چې روان نړیوال جام کې ۶ لوبډلې د دغې نړیوال جام ګټلو پوره وړتیا لري او نشو کولی د یوې لوبډلې په اړه وړاندې وینه وکړو. له دې وړاندې یوه یا دوه لوبډلو غوره لوبډلې ټاکل اسانه وه خو اوس هره لوبډله کولی شي خپل سیال ته ماتې ورکړي.

نوموړي همدا راز وویل چې تجربه لرونکي او پیاوړي لوبډلې دې کم تجربه لوبډلې لکه افغانستان او ایرلینډ کمه نه ګڼي ځکه چې دوي هر وخت کولی شي د لوبې بڼه بدله کړه او له سخت نه سخت سیال ته ماتې ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x