هرات: په ترافیکي پيښه کې ۱۵ تنه ټپيان شوي دي
نن ټکی آسیا: د هرات ولایت د انجیل په ولسوالۍ ددوو موټر د جنګیدلو له کبله پنځلس ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د هرات ولایت د حوزې روغتون ویاند محمد رفیق شیرزی رسینو ته ویلي چي د انجیل ولسوالۍ د شیدايي په سیمه کې دوه مسافر وړونکي موټر سره جنګیدلې، او په ترڅ کې ۱۵ تنه مسافر ټپيان شوي دي، چي ښځي هم په کښي شاملي دي.
هغه زیاته کړي چي په ټپيانو کې د دوو تنو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.