افغانستان

هرات: پخوانی جهادي قومندان له مېرمنې سره یوځای ووژل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه ۱۳۹۳ل): د هرات ولایت ښار په شپږمه ناحیه کې ناڅرګندو وسله‌والو یو پخوانی جهادي قومندان له مېرمنې سره یوځای په ډزو وژلي دي.

د راپورونو له مخې قومندان احمدسعیدچې په سیاه خان چونکر مشهور و تېره ورځ ماښام مهال د خپلې کورنۍ له غړو سره یوځای د کور پر لور روان و، چې د هرات ښار د شپږمې ناحیې اړوند په جکان سیمه کې ناڅرګندو موټرسایکل سپرو وسله‌والو پرې برید وکړ.

د هرات ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند سمونوال عبدالرووف احمدي د پېښې د تایید سربېره ویلي چې په ډزو کې قومندان چونکر د خپلې مېرمنې سره یوځای وژل شوی او یوه لور یې ټپي شوې ده. د احمدي په خبره تر برید وروسته وسله‌وال په تېښته بریالي شوي دی.

د امنیه قومندانۍ ویاند وايي چې تر دې مهال د پېښې انګیزه معلومه نه ده او پولیس د پېښې په اړه څېړنې کوي.

په عین حال کې د هرات حوزوي روغتون ویاند محمد رفیق شیرزي ویلي چې تېره ورځ ماښام مهال د قومندان چونکر او مېرمنې جسدونه یې روغتون ته انتقال شول.

د نوموړي په وینا د قومندان لور په دغه پېښه کې ټپي شوې او اوسمهال په روغتون کې بستره ده.

تر دې مهال د برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخېستی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x