افغانستان

غزني خلک: ژمني عملیات د خلکو د ځورولو پرته بله معنی نه لري

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غزني ولایت د اندړو، ګېرو او ګیلان ولسوالیو اوسېدونکي وايي چې د حکومت له لوري ژمني نظامي عملیات د خلکو له ځورولو پرته بله معنی نه لري.

د دوی په خبره نږدې لس میاشتې په دې ولسوالیو کې طالبان ښه فعال وي، بریدونه کوي او دولتي مسوولین هم پرې خبر وي، خو په وړاندې يې عملیات نه کېږي، کله چې د طالبانو عملیات ورو یا متوقف شي دوی د خلکو د ځورونې لپاره عملیات شروع کړي.

د اندړو ولسوالي د شیرکلا اوسېدونکی حاجي دین محمد وايي چې حکومت د طالبانو د مخامخ جګړې زور نه لري، چې کله طالبان ګوښې ته شي دوی له ولسه غچ اخلي، نوموړي د نن ټکی اسیا ځايي خبریال ته وویل: «حکومت ښه پوهېږي چې په دې ساړه ژمي طالبان یا بيخي نشته یا لږ وي، دوی که رښتیا د طالبانو پر ضد عملیات کوي نو دا لس میاشتې چېرې و.»

حاجي دین محمد وايي چې په دې عملیاتو کې چې له بهرنیانو سره په ګډه ترسره کېږي، د دوی په کورنو شپنۍ چاپې لوېږي او عام وګړي د طالب یا د طالب د مرستندوی په نامه ځورول کېږي.

د غزني امنیه قومندان زړور زاهد هم وايي چې دوی د طالبانو په وړاندې د غزني په مرکز او ګېرو، ګیلان او اندړو ولسوالیو کې عملیات پیل کړي او په خبره يې د دوی عسکر د طالبانو د بریدونو په وړاندې ولاړ دي.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې دولتي عسکر ډېری انساني اصول تر پښو لاندې کوي او د ولس او حکومت په منځ کې لا هم فاصله پیدا کوي. د ګېرو د پنې اوسېدونکی صدیق الله نن ټکی اسیا ته وویل چې دولتي عسکر د دې پر ځای چې له طالبانو سره مخامخ جګړه وکړي، په ساړه ژمي کې په مسجدونو او مدرسو چاپې اچوي، هغه وايي: «دوی ښه پوهېږي طالبان لېوني نه دي چې د دوی د عملیاتو په تمه به په مسجد کې ورته ناست وي، خو دوی بس هر د لونګۍ او ږېرې سړی طالب بولي او لاس يې تر شا ورتړي.»

افغان دولت ډېری وخت په ژمي کې خپل عملیات پیلوي چې تل يې عنوان د طالبانو ځپل وي، خو د عملیاتو په ساحه کې عیني شاهدان وايي چې دولتي عسکر د بهرنیانو په ملګرتیا د دوی دځپلو لپاره عملیات کوي.

په غزني کې په دې وروستیو کې امنیتي پېښې ډېرې شوې دي، چې څه موده وړاندې د طالبانو په یوه برید کې په اندړو ولسوالي کې دوولس اربکیان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x