افغانستان

پاکستاني الوتکو او افغان عسکرو په ګډو عملياتو کې ۵۱ کسان وژلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه ۱۳۹۳ل): پاکستاني رسنۍ وايي، چې د پاکستان جيټ الوتکو د ننګرهار ولايت نازيانو ولسوالۍ کې افغان عسکرو سره په ګډو عملياتو کې لږ تر لږه ۵۱ شکمن مخالفين وژلي دي.

د پاکستان مشرق ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې پاکستاني جيټ الوتکو نازيانو ولسوالۍ کې د مخالفينو پر مرکزونو بمبار کې ۵۱ کسان وژلي او له دېرشو زيات يې ټپيان کړي دي.

د پاکستان انګريزي ورځپاڼې «دي نيوز» په خپله نننۍ ګڼه کې ليکلي، چې دغه بريد د ناټو الوتکو کړی او د پاکستاني لشکر اسلام او افغان طالبانو په مرکزونو يې بريد کې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ننګرهار ولايت امنيه قوماندانۍ رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې ملي اردو، پوليسو او سيمه ييزو اربکيانو د نازيانو «دوه خوله، للمه او لال منډۍ سيمه کې د طالبانو پر ضد عملياتو کې لږ تر لږه اتلس شکمن مخالفين وژلي او شپاړس يې ټپيان کړي دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويلي، چې تېره ورځ په بمباريو او عملياتو کې يوازې دوه طالبان وژل شوي او امنيتي ځواکونو ګڼ ولسي وګړي وژلي او بنديان کړي دي.

يوې باوري سرچينې نن ټکی اسيا ته وويل، چې تېره ورځ د نازيانو ولسوالۍ للمه دوه خوله او لال منډۍ سيمه کې د ملي اردو عملياتو سره الوتکو هم بمبار وکړ او د څو طالبانو په ګډون يې ګڼ ولسي وګړي شهيدان کړي دي.

سرچينه زياتوي، دا پېښه وروسته له هغې وشوه، چې تېره ورځ ياده سيمه کې طالبانو د بهرنيو عسکرو يوه چورلکه رانسکوره کړه، له هغې وروسته چورلکو او څارګرو الوتکو سيمه کې بمبارۍ پيل کړې او د څو طالبانو په ګډون يې ګڼ ولسي وګړي وژلي دي.

پاکستاني چارواکو رسما په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x