افغانستان

د افغانستان په جنوب کې یو بهرنی عسکر ووژل شو

army_injured_in_afghanistanنن ټکی آسیا: د بهرنیو ځواکونو یو تن عسکر د افغانستان په جنوب کې د ماین چاودني له کبله ووژل شو.

په کابل کې د بهرنیانو د رسنیز مرکز څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وویل شول، چي نن د افغانستان په جنوبي برخه کې د یو ښخ کړه شوي ماین د چاودېدلو له امله د ایساف یو تن عسکر ووژل شو.

هغوی خپل د پالیسي له مخي نه دي ویلي چي پيښه په دقیقه په کوم ځای کي را منځته شوې،

او یا وژل شوی عسکر د کوم هیواد وو.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت سپتمبر کې تر اوسه بهرنیانو خپل د ۲۵ تنو عسکرو وژل منلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x