افغانستان

تیفا: د ټاکنیزو کمیسیونونو له سمون پرته ټاکنې ناشونې دي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): تیفا یا د افغانستان د رڼو ټاکنو ټولنه وايي چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې له بدلون او سمون پرته ټاکنې ناشونې دي.

د تیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده نن په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې خلک د ټاکنیزو کمیسیونونو اړوند بې باوره دي، چې ښايي په دولت هم بې باوره شي.

ایوب زاده په دې خبري ناسته کې چې د «په ټاکنو کې د ښځو د ګډون په وړاندې ګواښ» تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، وویل چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې سمون یوه جدي اړتیا ده او دولت يې باید په اړه ژر اقدام وکړي.

تر دې وړاندې ورته څرګندنې د اروپايي ټولنې استازې هم کړې وي، چې د ټاکنیزو کمیسیونونو د مسوولینو غوسه يې راپارولې وه.

د اروپايي ټولنې استازي ویلي و، چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې په موجوده مشرانو او کړنلارې سره، د ټانو ترسره کېدل ناممکن دي، چې په غبرګون کې يې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دا څرګندونې مغرضانه بللې وي، او ويلي يې و چې سیاسي ډلې یا هم هغه اشخاص چې سیاسي موخې لري د دوی په داخلي چارو کې باید لاسوهنه ونه کړي.

تر اوسه د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ لا هم د ټاکنیزو کمیسیونونو د سمون په اړه هوکړه نه ده شوې. د تیفا مشر وايي چې د دې سمون په اړه د ګډ حکومت د دواړو مشرانو ترمنځ د جوړجاړي ناوخته کېدل خلکو ته ځورونکي دي.

یاده دې وي د روان کال په پیل کې د ولسمشريزو ناندریزو ټاکنو له ترسره کېدو وروسته په ولس کې د ټاکنو پروسه او د رايې اچونې ارزښت له منځه تللی دی، چې ښايي د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې به هم د تېرو په څېر یواځې په دولتي ودانیو پورې محدودې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x