افغانستان

غور: اربکیانو د دره تخت ټول مسجدونه تړلي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د غور ولایت د دره تخت اوسېدونکي وايي چې په دې سیمه کې مېشتو اربکیانو د سیمې ټول مسجدونه تړلي او امامان يې له سیمې شړلي دي.

دغه سیمه چې د هرات او غور په پوله کې پرته ده، اربکیانو د مسجدونو امامان له وهلو وروسته له سیمې شړلي او خلکو ته يې ګواښ کړی چې نور باید د مسجدونو درواې خلاصې نه کړي.

د غور ولایت سیمه ییزو چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې اربکیانو په پکتیکا او غزني کې هم د سیمې علما کډوالي ته اړکړي او د سیمې مدرسې او مسجدونه يې تړلي دي.

د غزني د مقر ولسوالي په هغو سیمو کې چې اربکیان پکې واکمن دي په مسجدونو کې اذانونه نه کېږي او د جماعت لمنځونه هم پکې نشته.

د مقر د اربکیانو پخواني قومندان فیضول د سیمې علما شړلي و او ويلي يې و چې د امامانو پرځای باید دوی ته د اختر سرسایې او نور امتیازات ورکړل شي.

په ورته توګه د پکتیکا په یحی خېلو او اومنه ولسوالیو کې هم اربکیانو د سیمې علما کډوال کړي او په ځينو مسجدونو کې يې پوستې جوړې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت هم مني چې د اربکیانو په لیکو کې داسې کسان شته چې دوی يې د کړنو مخه نشي نیولای، خو د سیمې اوسېدونکي دا د خپلو ارزښتونو سپکاوی ګڼي او ګواښ يې کړی چې د اربکیانو پرضد به د طالبانو ملاتړ کوي.

ویل کېږي چې په دې وروستیو کې په کندهار، غزني، لوګر او زابل کې د اربکیانو د قومندانانو وژنه دا په ډاګه کوي چې ولس د اربکیانو پر ضد د طالبانو ملاتړ کوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close