افغانستان

کندهار: د طالبانو په ډزو د بهرنیانو یوه ناسته هلیکوپتر الوتکه له منځه ولاړه

copter_afgنن ټکی آسیا: د کندهار په ولایت کې د طالبانو په ډزو سره د بهرنیو ځواکونو یوه هلیکوپتر الوتکه زیانمه شول.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي خبر ورکړی چي تیره ورځ د کندهار د ژړۍ په ولسوالۍ کې د بهرنیانو یو ناسته هلیکوپتر الوتکه په دوه اتیا ملي متري توپ وویشتله، چي له کبله يې الوتکه په بشپړه توګه له منځه ولاړه.

خو په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز ادعا وکړه چي الوتکه یې زیانمه شوې، خو له منځه نه ده تللې، هغوی نور تفصیلات نه دي ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx