نظــر

د اردني پيلوټ د ژوندي سوځولو لامل او راتلونکې پايلې؟

ليکوال: عبدالباري عطوان
ژباړن: احمدجرس

د اسلامي دولت پر لاسونو د اردني پيلوټ ژوندي سوځولو د اردني چارواکو غوسه راپارولې او په دې اړه يې د ډېری اردني ولس ملاتړ راخپل کړ، او اوس د اسلامي دولت پر ضد امريکايي ايتلاف کې د اردن ګډون پر ځای کار بولي.

د معاذ الکساسبة له اعدام وړاندې د اردن ډېری ولس امريکايي ايتلاف کې د اردن د ګډون مخالف و، مګر د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د دغه ولس رايه بيخي بدله شوه او امريکايي ايتلاف کې د خپل حکومت ملاتړ لازم بولي.

د اردني ولس د غچ اخيستو فکر او ارمان د اردني پاچا خوښي راخپله کړه، د واشنګټن سفر يې را لنډ کړ او د يوې رسمي اعلاميې په ترڅ کې يې اسلامي دولت ته سخت ګواښ وکړ، چې د وژل شوي اردني پيلوټ د وژنې غچ به ترې اخلي او د معاذ الکساسبة وينې به هيڅکه بې ځايه لاړې نه شي او تېره ورځ، چې د اردن حکومت ساجده الريشاوي او د القاعده بل غړی زياد الکربولي اعدام کړل، دا يوازې د اوږدې جګړې لومړی ګام بلل کيږي او ستونزه تر دې ډېره اوږده ده.

د اردن شاهي ماڼۍ څخه خپور شوی ګواښ دا معنا لري، چې اردن غواړي، جګړه د اسلامي دولت مرکزونو ته ورسوي او پر خلاف يې خپل ځمکنی پوځ د جګړې لپاره ولېږي.

په عين حال کې د امريکايي کانګريس غړي او د وسله والو ځواکونو د کميټې مشر ثور نبيري ماک وويل، چې امريکايي حکومت بايد د اردن غوښتنې ومني او د اسلامي دولت ضد جګړې لپاره ژره تر ژره نوې وسلې ورکړي تر څو د اسلامي دولت ايډيالوژي وځپي.

اردن له پيله د امريکايي ايتلاف فعال غړی و او د همدې نيت د څرګندولو په موخه يې خپلې زړې ايف ۱۶ الوتکې د اسلامي دولت ضد بمباريو لپاره ولېږلې او په همدې ورځو کې يې غوښتل، چې عراق او سوريې ته خپل استخباراتي غړي ولېږي، چې د اسلامي دولت په اړه جاسوسي وکړي.

په دې باريک وخت کې، چې اردنی ولس ډېر سخت پارېدلی دی او غواړي، چې د اعدام شوي پيلوټ غچ واخيستل شي د اوسنيو حالاتو مثبت او منفي اړخونه څېړل ډېر ستونزمن دي. هو ستونزې شته او له دې ستونزو سترګې پټول هم ناشوني دي.

اردن به خپلو سرحدي سيمو کې د اسلامي دولت د مرګونو بريدونو ښکار وي او دوی سره د ولسي رايو د کمېدو او زياتوالي غم نه شته او د جګړې هيڅ اصول ورته مهم نه ښکاري او بل پلو اردن غواړي، چې د خپل هېواد امنيت او ملي يو والی وساتي او له همدې امله بايد موږ د سولې او مصلحتونو په لټه کې شو او دقيقه څېړنه وکړو، له جذبو، عواطفو او له غچ اخيستونکي فکر لرې و اوسو.

اردن له سلو کلو زيات عمر لرونکی هېواد دی او دښمن يې اسلامي دولت لا تر اوسه د دوو کالو هم نه دی او د دواړو تر منځ د ځمکې او اسمان توپير دی.

زموږ وړاندوينه بايد په منفي فکر وانه خيستل شي او راتلونکو لنډو ورځو کې به ډېر حقايق رابرسيره شي او راځي ځمکني حقايق درک کړو.

د ليکوالانو او رسنيو له لوري اسلامي دولت ته کنځل،ترهګر، وحشي، ظالم او د بشريت دښمن يې ګڼل سرچپه پايلې لري او دا خبرې د اسلامي دولت په ګټه تماميږي، نه تاوان؛ ځکه چې د دوی ستراتيژي همدا ده، چې خلکو کې وېره او رعب خپور کړي او خپل دښمن وارخطا کړي او دې سره د خپل دښمن روحيات وغورځوي او دا به ورته ډېره اسانه وي، چې له دې لارې نوې ځوانان ځان ته وروغواړي.

چا چې تېره ورځ د اردني پيلوټ د ژوندي سوځولو ويډيو کتلي و، نو هغه پوهيږي، چې دا ويډيو د هاليوډ وحشي فلمونو په څېر يو خطرناک فلم دی، چې د جنګي روان پوهنې د استادانو له قوله اسلامي دولت غوښتل، له دې لارې دا پېښه ډېره ستره او وحشي وښيي او ځينې اردني سرچينې وايي، چې اردنی پيلوټ لږ تر لږه يوه مياشت وړاندې وژل شوی و.
دا خبره به لږ نوره هم روښانه کړو، چې اردني بندي پيلوټ ته نارنجي د بنديانو جامې وراغوستل، په قفس کې يې بندي کول، په پيټرولو يې سوځول او يو مخ پټی سړی اور لګونی په پيټرولو غوړ په لاس کې او د کامرې په وړاندې ورو ورو اور ورکوي او له هغې وروسته هغې پلتې ته اور ورکوي او وروسته دغه اور د بندي قفس ته رسيږي او اردنی پيلوټ په دغه اور کې په وحشي طريقه لولپه شي، دا هر څه د يوې شېبې کار نه شي کېدای او دا د اسلامي دولت د وروسته پاتې والي نښه نه، بلکې دا مسلکي فلمي صحنه ده، چې هيڅ عربي رسمي اداره داسې کار په دې صورت نه شي کولای.

دا لومړی ځل دی، چې اسلامي دولت په داسې وحشي طريقه خپل يو بندي وژني، حتا د عراق او سوريې عسکر، چې دوی يې مرتد بولي او نور غربي بنديان يې هم په داسې طريقه يې نه دي وژلي.

ځينې خلک وايي، چې د اردني پيلوټ په داسې وحشي طريقه سوځولو لامل دا دی، چې دی ملکي نه، بلکې نظامي افسر و، مګر دا خبره له ځکمني حقايقو سره په ټکر کې ده؛ ځکه چې اسلامي دولت تر اوسه هيڅ بندي عسکر نه دی سوځولی او تر اوسه يې که زرګونو نه وي، نو سلګونو عراقي او سوريايي عسکر اعدام کړي دي.

د اردني پيلوټ د سوځولو هدف يې دا و، چې د امريکايي ايتلاف پنځوس غړي هېوادونه ووېروي، که د خپلو عسکرو او پيلوټانو ژوند ورته خوږ وي، نو له امريکايي ايتلافه دې ووځي او داسې ښکاري، چې د اسلامي دولت دا پيغام ډېر ژر متحده عربي اماراتو ته ورسيده.

نيويارک ټايمز په خپله پرونۍ ګڼه کې ليکلي و، چې متحده عربي امارات د اسلامي دولت ضد هوايي بريدونو کې نوره برخه نه اخلي او لامل يې د اردني پيلوټ مرګ ښودل شوی دی.

اردن هوډ کړی، چې له اسلامي دولت څخه به د خپل پيلوټ غچ اخلي او تر وروستي بريده به دغه جګړه پر مخ بيايي او په دې جګړه يې د اردني ولس او امريکا ملاتړ هم راخپل کړی او موږ هيله من يو، چې اردن به د اسلامي دولت ضد جګړې په اړه له ژور فکر او دقت څخه کار واخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x