
سپینه ماڼۍ: له افغانستانه د عسکرو د وتلو پلان نه بدلېږي
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): امریکا وايي چې له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو د وتلو پلان نه بدلېږي، د دغه پلان له مخې په ۲۰۱۶ز کال کې ټول امریکايي عسکر له افغانستان څخه وځي.
د سپینې ماڼۍ ویاند نن په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې ولسمشر بارک اوباما پخپله ژمنه ولاړ دی او له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستلو په پلان کې به بدلون رانه شي.
د سپنې ماڼۍ ویاند جوش ارنسټ وايي چې دوی د افغانستان د حالاتو اړوند څه نشي ویلای، خو په خبره اوباما خپلې ژمنې ته وفادار دی.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ هم د امریکا دفاع وزارت ته نوماند وزیر اشټون کارټر دویم ځل وویل چې دوی به د افغانستان حالاتو ته په کتو د امریکايي عسکرو د وتلو په پلان غور وکړي.
جوش ارنسټ وايي چې اوباما د امریکا ملي ګټو ته په درنښت غواړي چې په افغانستان کې جګړه په مسوولانه توګه پای ته ورسوي او په خبره يې د نوموړي تګلاره به ډېره اغېزمنه ثابته شي.
د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم له خپلو بهرنیو دوستانو غوښتي چې له افغانستان د وتلو په پلان دې بیا فکر وکړي.
سره له دې چې امریکا او افغان دولت دواړه افغان عسکر د دې وړ بولي چې د طالبانو په وړاندې وجنګېږي، خو د طالبانو پراخو ژمنیو فعالیتونو د عسکرو وړتیا هم پوره شکمنه کړې ده.