افغانستان

اجمل عبيد عابدي د اشرف غني نوی وياند وټاکل شو

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، سلواغې ۱۶مه، ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني خپل وياند نظيف الله سالارزی له دندې ګوښه او پر ځای د اريا تلويزون د ماشومانو او نوو ځوانانو د برخې پخوانی رييس اجمل عبيد عابدي خپل نوی وياند وټاکه.

ويل کيږي، چې اريا تلويزون د امريکا په مرسته د ماشومانو او نوو ځوانانولپاره ځانګړې خپرونې لري او عابدي په دې لړ ډېر کار هم کړی او د امريکايانو باوري سړی بلل کيږي.

د اريا تلويزون د خپرونو موخه نوي ځوانانو او کوچنيانو کې د ديموکراسۍ او نوي فکر خپرول دي او د امريکا په مالي مرستو چليږي.

ښاغلي عابدي څو کاله د پخواني ولسمشر حامدکزي په دفتر کې هم دنده ترسره کړې او د کابل پوهنتون استاد هم پاتې شوی.

د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال ښاغلی عابدي د اشرف غني فعال پلوی او ځانګړی سلاکار و.

د ګډ حکومت مشر اشرف غني هم په خپل ټويټر پيغام کې ليکلي، چې اجمل عبيد يې نوی وياند ټاکلی دی.

تر اوسه د ښاغلي سلارزي د ګوښه کولو لامل نه دی په ګوته شوی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x