fbpx

کله چې د استاد کار د شاګرد په لاس شي

قاري سعيد
موټرسایکل مې معمولي عارضه درلوده، یوه بازاري مستري ته مې ودراوو او زه ترې لاړم،څو ساعته وروسته چې راغلم،مستري موټرسایکل راته وسپاره،خو کله مې چې روان کړ،موټرسایکل نیولی روان و،موشم یي نه اخیست او ماشین یي داسې ګرم شو چې نږدې وه اور واخلي.

پرلپسې مې دوو مستریانو ته ودراوو، خو جوړ نه شو له یوه مستري مې پوښتنه وکړه چې مرض یي څه دی؟ په ځانګړۍ بلوڅۍ لهجه یي راغبرګه کړه: استاد نه دی جوړ کړی چوټو/ شاګرد په کې کار کړی دی.

ایله مې پام شو چې کله  شاګرد په استادانه کارونو کې مداخله پیل کړې ورانی یې څومره ژور وي،شاګرد د موترسایکل بریک لیدر داسې بسته کړې وه،چې بریک تیار نیول شوي و نوځکه ماشین په زړه چاودن و، څو استادانو هڅه وکړه چې د شاګرد لخوا رامنځته شوی ورانی جبیره کړي مګر ونه توانیدل .

د موټرسایکل له تجربې مې عامه ژوند ته پام شو، زموږ په عامه ژوند کې هم په ډیرو مواردو کې وینو،چې کشر دمشر او شاګرد داستاد په نمایندګۍ کارونه پر مخ وړي، چې همدې واقعیت ډیرې غمیزې هم رامنځته کړي دي.

په کلي کې نوم دخان چلیږي خو کار ټول د ناظر په لاس وي، په اداره کې رسمي مسؤل والي او رئیس وی، خو اجرایوي منصب د کفیل او سکرتر په نومونو د چوټوګانو او شاګردانو په ګورت کې وي،په درسي صنف کې مو د رهبرۍ مزی د کیپتان په نوم د شاګرد په لاس کې وي، چې متعلمین یي داستاد غوندې متابعت کوي.

دغه ډول چوټوګان که په هره برخه کې وي صلاحیت لري خو مسؤلیت نه مني، دغه توابع که هرڅه کوي برداشت یي دا وي چې که پوښتنه کیدله له متبوع نه به کیږي، نوځکه له ویشه په تالا راضي وي .

که ددیني او دنیوي کارونو مختلفو برخو ته وګورو وبه وینو چې مسؤلیت او مشرتوب یو سمبولیک شکل خپل کړی دی،چې عملي اغیز یي نه معلومیږي، په عامه اړیکو کې مسؤل کسان تیلفونچي او سکرتر لري، چې له خپل مزاج سره سم اوامر صادروي.

زما په نظر دغه کلتور که له یوې خوا د زعامت حیثیت ته په پام سره یو ناجائز دود دی له بلې خوا د ډیرو ورانیو منبع هم دی،که د دین او دنیا د چارو د رهبرۍ مزي داستادانو په ځای د چوټوګانو په لاس وي، نو ژر ده چې د خپل نامسؤله او سرچپه استکارۍ په پایله کې به د ټولنې دپرمختګ ارابې جام او د ټولنیز ژوند ماشین به زړه چاودن ته ورسوي .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د