افغانستان

د افغانستان په ختیځ کې یو بهرنی عسکر ووژل شو

daed_bodies_cases_reaches_to_usنن ټکی آسیا: بهرنیو ځواکونو اعلان وکړ چي د افغانستان په ختیځ کې یو تن بهرنی عسکر ووژل شو.

په کابل کې د ایساف رسنیز مرکز څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې نن ویل شول چي نن د شنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې یو تن بهرنی عسکر چي په یوه غیر جنګي پيښه کې ټپي شوی وو، نن خپله ساه له لاسه ورکړه، او ومړ.

په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چي دا عسکر د کوم هیواد تابع وو، او نه هم د پيښي د څرنګوالي په اړه کوم ډول معلومات ورکول شوي دي.

باید وویل شي چي په روانه میلادي میاشت کې تر اوسه بهرنیانو خپل د ۲۴ تنو عسکرو وژل کیدل منلي، او هم يې د وردګ په چاودنه کې د ۷۷ تنو عسکر ټپي کیدل ومنل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x