ګډ حکومت او د داخلي شخړو دوام /سرلیکنه

سرلیکنه: هسې خو د «ملي یووالي» په نامه په تېر سپټمبر کې د جان کېري په ابتکار د امریکا سفارت دننه د ګډ حکومت تشکیل له سره تر پایه هېڅ ډول قانوني او حقوقي بستر نه لري. امریکایان افغانانو ته داسې یو نظام میراث پرېږدي چې تر ټولو پورته شعار یې د قانون حاکمیت و. د قانون حاکمیت د ډیموکراسۍ سرسخت پلویان د دغه ډول نظام یوه اساسي پایه ګڼي. افغانانو ته امریکايي اشغال له خپل بدرنګه څوارلس کلن حضور وروسته چې د ډیموکراسۍ او د قانون د حاکمیت په پلمه مسلط دي داسې حکومت پرېږدي چې د اشرف غني او عبدالله عبدالله په شکل کې يې دواړو پښې ګوډې دي. دغسې یو حکومت د اساسي قانون په حاشیه کې هم څوک نه شي ثابتولای. جالبه دا ده چې هغوی چې همدغه له قانوني بحران او داخلي ټکرونو او شخړو ډک حکومت یوه لاسته راوړنه بولي او په ویاړ سره وايي چې که دا نظام نه وای راغلی نو کورنۍ جګړه پېښېده، همدغو حلقاتو بیا له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره قانون تر هر څه پورته ګاڼه. خو نن همدوی د خپلو خاصو شخصي او تنظیمي ګټو لپاره داسې یو نظام رامنځ ته کړی چې په مکمل ډول له قانوني کړکېچ سره مخ دی.

مونږ د افغانستان په اوسني اساسي قانون کې د ګډ حکومت هېڅ شکل نه لرو. کله چې اشرف غني او عبدالله د جان کېري په امر اساسي قانون یوې خوا ته کوي او پر خپلو ګټو فیصلې کوي، څنګه په داسې یوه حکومت کې د قانون د حاکمیت بې ګټې او بې ارزښته مقوله تکرار شي. د ښاغلي اشرف غني په اړه مشهوره وه چې د ناکامو حکومتونو په کامیابولو کې ماهر دی، خو په افغانستان کې ډاکټر غني داسې یو نظام کې شریک دی چې په هيڅ شکل سره کومه قانوني اتکا نه لري. نه تنها دا چي قانوني اتکا نلري بلکه له اولنۍ ورځې نیولې تر ننه پورې د ګډ حکومت دواړه مشران په خپلو کې په یوه ساړه جنګ اخته دي. نظام بې مورده او بې ګټې کاغذپرانيو پر سر اخیستی. هغوی چې حکومت کې يې کارونه بند دي د دې ساړه جنګ قربانیان دي.

اوس پوښتنه دا ده چې بلاخره به دا سوړ جنګ کله ختمېږي هم کنه؟!

په نورو هيوادونو کې د یوه حکومت کامیابي یا ناکامي په سلو اولو ورځو کې ارزوي. که مونږ د اشرف غني+عبدالله عبدالله حکومت په لومړیو څه کمو پنځو میاشتو کې هم تر ارزونې لاندې ونیسو نو د کامیابۍ هیلې پکې نه تر سترګو کېږي. اوس چې په کابینه، بیا په والیانو او بیا هم پر سفیرانو د عبدالله او غني ترمنځ سړه جګړه روانه ده دا به یې مقدمه وي. اصلي جنګ هغه وخت شروع کيږي چې د ګډ حکومت دواړو غاړو ته د متعهدو چارواکو یو وېشلی ټیم رامنځ ته شي. د دغسې یوه ټیم اولنۍ وظیفه بیا دا ده چې خپلو خپلو مشرانو ته چوپړ ووهي. په داسې حکومت کې شخړې د کمېدو پر ځای تر بلې پراخېږي. هر اړخ کوشش کوي چې د نظام په هره برخه کې خپل نفوذ زیات کړي او بل جهت منزوي کړي.

دافغانان په دا تېرو پنځو میاشتو کې دې ګډ حکومت دومره وځورول چې نور یې هیلې ورختلي دي. ځکه دي حکومت خپلو امتحان ورکړ. کله چې په هلمند کې ولسي خلک اختطافچیان اعداموي دا ښيي چې نور نو خلک حکومت ته په انتظار نه دي. دا طمعه نور څوک نه شي کولی چې دا حکومت به چاته د خیر کار وکړي. د دې حکومتي یوازنی فعالیت له امریکا او ناټو سره د تړونونو ډيره عاجلانه امضا وه او بس. داسې تړونونه چې یوازې يې امضا کول مهم و نه د افغانستان ګټې. په داسې یوه متزلزل او پاشلي نظام کې چې داخلي سړه جګړه او داخلي رقابت په توندۍ سره روان وي دا کولی شي چې د امریکا په څېر یوه ابر قدرت سره چنې ووهي!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د