
اشرف غني جرمني ته ولاړ
نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت ولسمشر نن سهار د یو لوړ رتبه هیئت په مشرۍ د مونیخ په یوپنځوسم امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره د جرمني مونیخ ښار ته روان شو.
د ارګ د مطبوعاتي ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ګډحکومت ولسمشر به په دغه درې ورځني سفر پر مهال د مونيخ په نړيوال امنيتي کنفرانس کې ګډون او وينا ورته وکړي.
د خبرپاڼې له مخې اشرف غني به د افغانستان په اړه په امنیتي مسایلو کې خپل نظر څرګند کړي.
ارګ زیاتوي چې په دغه سفر کې د ولسمشر سره د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر، بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني هم دي.
ټاکل شوې چې د مونیخ نړیوال امنیتي کنفرانس نن د جرمني په مونیخ ښار کې پیلیږي او درې ورځې به ادامه وکړي.
په کنفرانس کې د امریکا جمهور رییس مرستیال جوبایډن، د ناټو عام منشي جینز سټولتنبرګ او د نړۍ نور لوړ پوړي چارواکي شرکت وکړي.
د یادونې وړ ده چې په دغه درې ورځينې سفر کې د ګډحکومت دوهم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له اشرف غني سره نه دی تللی.
ویل کیږي چې ډاکتر عبدالله عبدالله د ځان په استازیتوب صلاح الدین رباني او ځېنې نور چارواکي لېږلي دي.