افغانستان

د ملي اردو شپږ عسکر پاکستان ته د نظامي روزنې په موخه ولاړل

نن ټکی اسیا (جمعه، سلواغې ۱۷مه، ۱۳۹۳ل): د ملي اردو شپږ عسکر د پاکستان ايبټ اباد کې د پوځ نظامي روزنيز مرکز ته د اتلس مياشتني نظامي زده کړو په موخه لاړل.

دغه عسکر لومړی د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد ته ورسيدل او هلته افغان سفير جانان موسی زي د نوموړو عسکرو هر کلی وکړ او رسنيو سره يې په خپلو خبرو کې وويل، چې د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو د پيل يوه نمونه دا ده، چې شپږ افغان عسکر پاکستان ته د نظامي زده کړو په موخه راغلل.

دا لومړی ځل دی، چې افغان عسکر پاکستان ته د اوږ مهالي نظامي روزنو لپاره ځي.

د تېرې يوې لسيزې په ترڅ کې پاکستان څو څو ځل له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتي و، چې افغان عسکرو ته به پاکستان کې نظامي روزنه ورکړي او حامد کرزي د پاکستان دا غوښتنه بار بار رد کړې وه، مګر د نوي حکومت په راتلو د ګډ حکومت دواړه مشران په دې لټه کې دي، چې پاکستان سره خپلې اړيکې ټينګې کړي او د دې لپاره د پاکستان او افغانستان نظامي او استخباراتي چارواکو څو څو ځل کابل او اسلام اباد کې ګډې ناستې وکړې او طالبان يې خپل ګډ دښمنان وبلل او هوډ يې څرګند کړی، چې په ګډه به د طالبانو پر ضد عمليات کوي.

د تېرو څو کالو په ترڅ کې افغانستان کې د اشرف غني په مشرۍ ګډ حکومت پاکستان سره ښې اړيکې پيل کړي او اشرف غني په دې ګومان دی، چې له دې لارې به طالبان خبرو ته کينوي او يا به يې له صحنې وباسي، مګر کار پوهان وايي، چې اشرف غني لا هم د سيمې له سياسي جغرافيې سره بلد نه دی او فکر کوي، چې هر څه سم روان دي، مګر دی به هغه مهال په خپله تېروتنه پوهيږي، چې اوبه له ورخه تېرې وي.

دا په داسې حال کې چې پرون پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د هېواد په ختیځ کې پاکستاني او افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې نېږدې ۵۰ کسان وژلي دي. راپور زیاته کړې چې په ختیځ ولایت په ځینو ولسوالیو کې په عملیاتو کې پاکستان الوتکو بمباري کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
kadir mohmand

غلام بچه های صلیبی اداره دست نشانده تبلیغات می کردند که طالب غلام پنجاب می باشد حالا برعکس شد !
آیا مرگ برای قوماندان اعلی دست نشانده صلیبی اشرف غلام بچه بهتر نیست !؟ که صلیبی ها حالا اردو مولی ائتلاف شمال شورای نظار را پنجابی ها تربیه نمائید یعنی اردو غلام غلام نیست !؟

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x